د کابل او واشنګټن په اړیکو کې د کړکېچ له پراخېدو وروسته تازه راپورونه وايي چې؛ سپینه ماڼۍ له افغانستانه د خپلو پوځي ځواکونو د اېستلو د بهیر د چټکولو په اړه غور کوي.
نیویارک ټایمزورځپاڼې راپور ورکړی چې؛ امریکايي چارواکي ان د سرتېرو د شمېر د صفرکولو په ګډون چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د ټولو سرتېرو د اېستلو په معنا به وي، د بېلابېلو انتخابونو په اړه غور کوي.
ورځپاڼه د امریکايي او اروپايي چارواکو له قوله په راپور کې لیکي چې ولسمشر بارک اوباما له ولسمشرحامد کرزي سره په اړیکو کې ډېرزیات ناامېده شوی دی. د راپور له مخې د اوباما ناامېدي په تېره په قطر کې د سولې د خبرواترو لپاره طالبانو ته د دفتر د پرانیستو له مسئلې وروسته نوره هم زیاته شوه.
د نیویارک ټایمز راپور نژدې دوه اونۍ مخکې په یوه ویډیوکنفرانس کې د کرزي او اوباما د بحث یادونه کوي چې په ډېر کړکېچن حالت کې پای ته ورسېده.
ورځپاڼه د افغان او امریکايي چارواکو په حواله چې د دې خبرو له جریانه خبر دي لیکي، کرزي پر متحدوایالاتو تور ولګاوه چې له طالبانو او د هغو له پاکستاني ملاتړ کوونکو سره د سولې د جلا خبرواترو د پیل هڅه کوي.
د راپور له مخې ښاغلي کرزي ویلي چې د امریکا له دې اقدام سره به افغان حکومت د خپلو دښمنانو په وړاندې بې اسرې پاتې شي.
د نیویارک ټایمز راپور زیاتوي چې؛ د کرزي او اوباما له دې بحث وروسته په ترټولو بدحالت کې له افغانستانه د عراق په څېر په بشپړ ډول د امریکايي ځواکونو د اېستلو په اړه هم په واشنګټن کې او هم په کابل کې جدي غور پیل شوی.
هغه چارواکي چې؛ نیویارک ټایمز یې له قوله راپور ورکړی وايي چې د ځواکونو د اېستلو د اندازې او څرنګوالي په اړه تراوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
د اوباما ادارې یوه مقام چې؛ نه غواړي هویت یې افشا شي رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې امریکايي چارواکي د ټولو انتخابونو په اړه غور کوي خو په دې اړه پرېکړه ښايي ژر ونشي.
نیویارک ټایمز په کابل کې د یوه لویدیځ ډيپلومات له قوله په خپل راپور کې زیاتوي چې وايي، د ټولو ځواکونو اېستل یا صفر انتخاب تل یو امکان و، خو هېڅکله اصلي انتخاب نه و، خو اوس له اصلي او مهمو احتمالونو او انتخابونو څخه دی.