دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۶:۴۹
د مطلب کود : 70019
م.م. له ټولو افغان خواوو د روژې په میاشت کې د اوربند غوښتنه وکړه
تاند- ملګروملتو نن / دوشنبه/ په افغانستان کې له ټولو ښکېلو خواوو وغوښتل چې د روژې په میاشت کې اوربند وکړي او د مسلمانانو دې مبارکې میاشتې ته درناوی وکړي.
د افغانستان لپاره د م.م. خاص استازي یان کوبیش له ټولو افغان خواوو وغوښتل، په داسي حال کې چې درست مسلمانان روژې ته تیاري نیسي، اوربند او سوله وکړي.
ده په یوه اعلامیه کې ویلي:«افغانستان له څه باندې درو لسیزو راهیسي په تاوتریخوالي کې سوزي، او اوس د سیاسي او امنیتي چارو د انتقال په پړاو کې دی، چې د افغانستان د راتلونکې د پرمختګ لپاره حیاتي اهمیت لري.»
د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړي استازي د روژې د مبارکې میاشتې راتګ ته په اشارې همداراز ویلي:«زه له دې فرصته په استفادې د جګړې له ټولو خواوو غواړم چې د دې میاشتې سپېڅلتیا ته درناوی وکړي او افغان کورنۍ په سوله کې عبادت ته پرېږدي.»
ناټو تېره میاشت د امنیتي چارو مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپاره او په خپله له افغانستانه وتلو ته تیاري نیسي.
طالبانو ویلي چې د روژې په میاشت کې به هم جګړې ته دوام ورکړي.
د شنبې له ورځې په افغانستان کې لږترلږه ۱۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي. له ډیورنده پوري غاړه وسله والو کسانو د یکشنبې په ورځ د ناټو پر یوه اکمالاتي کاروان برید وکړ.
طالبانو د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې لږترلږه ۲۵ ملکي افغانان د افغان یا بهرنیو ځواکونو له لوري وژل شوي دي.
په همدې حال کې پرون د افغانستان دفاع وزارت ادعا وکړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۶۴ وسله وال طالبان وژلي دي.
د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو له کبله په سلګونو کورنۍ مجبوره شوي چې کور اور پرېږدي او نورو سیمو ته ولېږدي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس( آوا)
https://avapress.com/vdceo78f.jh87zi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته