دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۲۲
د مطلب کود : 70261
د کندز په امام صاحب کې خلکو د سیمه ییز پولیسو پرضد مبارزه وکړه
د کندز د امام صاحب ولسوالۍ په سلګونو خلکو نن مظاهره وکړه او په دې ولسوالۍ کې یې سیمه ییز پولیس تورن کړل چې؛ د ملکي کسانو په قتل کې لاس لري.
دوی له ځان سره د دوو کسانو مړي لیږدول.
مظاهره کوونکو ادعا کوله چې، سیمه ییزو پولیسو دا دوه کسان لومړی له کوره ایستلي او بیا یې په وهلو وهلو وژلي دي.

د کندز ولایت د امنیې قوماندان عبادالله تلوار وايي؛ چې د یادو دوو کسانو د وژنې په اړه تحقیقات کوي.

د کورنیو چارو وزارت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcdfx05.yt0z96bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته