دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۰۰
د مطلب کود : 70277
په دوحه کې طالب مشران وايي، له آی ایس آی سره یې نه دي کتلي
تاند- په دوحه کې د طالبانو مشرانو د جګپوړو افغان چارواکو ادعا رد کړه چې ګنې دوی په قطر کې د آی ایس آی د استخباراتي ادارې له استازو سره کتنې کړي دي.
د ګلف ټایمز د راپور له مخې په وروستیو ورځو کې د افغانستان د حکومت د بېلابېلو چارواکو له لوري تورونه لګول شوي چې افغان طالبان د پاکستان د وسله وال پوځ او آی ایس آی د لاس الې دي او په قطر کې د طالبانو استازي په منظم ډول د آی ایس آی له مامورینو سره سلامشورې کوي.
په وروستیو ورځو کې لومړی پلا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ارشاد احمدي ادعا وکړه چې د پاکستان د استخباراتي ادارې غړیو په دوحه کې د طالبانو له مشرانو سره کتلي دي.
وروسته د افغانستان د وسله وال ځواک لوی درستیز جنرال شېرمحمد کریمي له بي بي سي سره په مرکه کې تور ولګاوه چې افغان طالبان د پاکستان تر بشپړ کنټرول لاندې دي. ده همداراز ادعا کړې وه چې که پاکستان وغواړي په څو اوونیو کې د افغانستان جګړه پای ته رسولی شي.
ګلف ټایمز وايي چې د افغان چارواکو د تورونو په اړه یې په دوحه کې د طالبانو له استازو سره تماسونه ونیول خو د هغوی له لوري ځواب په یوه کرښه کې لیکل شوی و.
ورځپاڼه وايي، کله چې له طالبانو پوښتنه وشوه چې د آی ایس آی له غړیو سره د خپل ملاقات په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر د څرګندونو په باب څه وايي، طالبانو د ایس ایم ایس له لارې یوازې دومره وویل چې «دا اوازې دي.»
خو په دوحه کې د پاکستان د سفارت یوه چارواکي دا مسله رد کړه، ویې ویل چې د افغان چارواکو له لوري دا ډول څرګندونې نهیلوونکې دي.

ګلف ټایمز ورځپاڼه وايي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی هم په پنجشنبی په ورځ د افغانستان د ادعاوو په اړه وویل:«موږ د افغان چارواکو له خوا په وروستیو کې یو لړ ادعاوې اورو چې پخوا مو ځینو ته یې ځواب ویلی دی خو په مجموع کې موږ نه غواړو چې هرې ادعا ته ځواب ووایو څو له افغانستان سره د پاکستان اړیکې ترینګلې نه شي.»

په همدې منځ کې په دوحه کې افغان طالبان له تېرو څو ورخو راهیسي غلي دي، نه له کومې رسنۍ سره مرکه کوي او نه بیانونه خپروي.

په عین وخت کې طالب استازو په دوحه کې خپل دفتر ته تګ بس کړی او دفتر یې بند کړی دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0un0.49nw01xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته