دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۱۶
د مطلب کود : 70364
ملي امنیت په غزني ولایت کې اته تنه وسله وال مخالفین نیولي دي
د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې، په یو لړ تصفیوي عملیاتو کې اته تنه وسله وال مخالفان نیولي دي.
د دې ادارې د مطبوعاتو دفتر نن ته وویل چې؛ دغه وسله وال مخالفان يي په غزني کې نیولې دي.

د ملي امنیت ریاست ویلي چې، نیول شوو کسانو اعتراف کړی چې؛ په پاکستان کې یې د افغان حکومت پرضد د حملو د ترسره کولو زده کړې کړي او غوښتل يې چې انتحاري حملې ترسره کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkxnq.23nv-djyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته