دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۵۳
د مطلب کود : 70385
جانان موسی زي د افغان ډیپلوماټانو په اړه د نیویارک ټایمز راپور رد کړ
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د نیویارک ټایمز ورځپاڼې هغه راپور رد کړ؛ چې ویلي یې دي، په بهر کې اکثره افغان ډیپلوماټان بېرته هیواد ته نه ستنیږي.

د بهرنیو وزارت ویاند جانان موسی زي نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې؛ دغه بهرنۍ رسنۍ باید په دې اړه توضیحات ورکړي:
نیویارک ټایمز او ځنیو نورو ورځپانو داسې رپوټ نشر کړی چې؛ په سلو کې له شپیتو زیات افغان ډیپلوماټان د دندې د پای ته رسېدو وروسته په بهر کې د پاتې کېدو پرېکړه کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcamen0.49nwa1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته