دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۲۶
د مطلب کود : 70530
قاسمیار: تر هغو د سولې خبرې نه شي کېدای چې طالبان جګړه بس نه کړي
تاند- د ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د سولې د خبرو سرمرکچي وايي، په قطر کې د افغانستان د سولې درېدلې خبرې تر هغو نه شي پېلېدای چې طالبانو له تروریستي هلوځلو لاس نه وي اخیستی.

ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو د مشر اسماعیل قاسمیار دا څرګندونې د افغانستان د سولې بهیر ته یو لوی ګوزار بللي دي.

که څه هم دې ورځپاڼې ښاغلی قاسمیار د ولسمشر کرزي د سولې د بهیر مهم سرمرکچي بللی دی خو د تاند له مالوماتو سره سم د نوموړي خبرې حتي د سولې په شورا کې هم ډېر اورېدونکي نه لري.

قاسمیار د طالبانو په اړه وویل:«دوی بېګناه خلک وژني. هغه قومندانان چې د دوحې په بلډینګونو کې ناست دي د قتلونو مسوولیت په غاړه لري. دوی سیاسي او مالي ملاتړ ترلاسه کوي. دا د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی. دا د ملګروملتو د منشور خلاف دی. څرنګه کېدای شي چې یو حکومت د هغو ترهګرو ملاتړ وکړي چې هغوی خلک وژني. دوی دا مسله څرنګه توجیه کوي؟»

قاسمیار همداراز ټینګار وکړ« خبرې تر هغو نه شي پیلېدای چې دوی وژنې بس نه کړي.»

که څه هم ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې د افغانستان د حکومت د یوه چارواکي دا څرګندونې د طالبانو له لوري د بیرغ او د اسلامي امارت د لوحې په وړاندې د افغانستان غبرګون بللی دی خو د خبرو مطلب په هیڅ صورت دا نه و چې دواړې خواوې به جګړه هم بس کوي.

په قطر کې د طالبانو دفتر په دې هدف پرانستل شو چې په هغه کې د جګړې د بس کولو پر لارو چارو خبرې وشي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccxpqm.2bqx18j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته