کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات: د ډاکټر رنګین دادفر اسپنتا ورور احمد ولي په ډزو کې وژل شوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 سرطان 1392 ساعت 14:01


د هرات امنیتي مسوولین وایي. چې نن سهار د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار ډاکټر رنګین دادفر اسپنتا ورور احمد ولي په کرخ ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو په ډزو کې وژل شوی دی.
د دې ولایت د امنیی قومندانۍ ویاند آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ احمد ولي د کرخ ولسوالۍ د څارنوالۍ کارکوونکې وو او تراوسه نه ده معلومه، چې دی د چا له خوا وژل شوې دې.
په ورته وخت کې د کرخ ولسوالی د لوی څارنوالۍ مسوولینوهم د احمد ولي وژل تایید کړي او ویلي یې دي چې؛ نوموړی له ۱۳۸۵ کال راهیسې د دوي د ادارې کارکوونکې وو.

بل خواته د وسلوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ددې حملې مسولیت په غاړه اخیستی دی


د مطلب کود: 70622

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/70622/هرات-د-ډاکټر-رنګین-دادفر-اسپنتا-ورور-احمد-ولي-په-ډزو-کې-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com