دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۴:۴۷
د مطلب کود : 70713
د سولې شورا هیله لري چې؛ د قطر دفتر به بیا پرانستل شي
د افغانستان د سولې عالي شورا هیله لري چې؛ په قطر کې د طالبانو تړل شوی دفتر به بیرته پرانیستل شي.
د دې شورا چارواکي وایي، د دوي هڅه دا ده چې په افغانستان کې دننه د سولې خبرې پیل شي، خو د قطر د دفتر بیرته پرانیستل کیدو ته سترګې پر لار دي.
د سولې عالي شورا دغه هیله مندي په داسې حال ښيي، چې د پاکستان د صدر اعظم سلاکار ویلي، په قطر کې به د طالبانو د دفتر د لوحې او بیرغ ستونزې هوارې شي.
سره له دې چې په قطر کې د طالبانو د دفتر د بیرته پرانستل کیدو په اړه کوم پرمختګ نه دی تر سترګو شوی، د سولې د عالي شورا مسوولین ددې دفتر د بیا پرانستل کیدو تمه ښيي.

د دې شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار وايي، دوي هڅه کوي چې د افغانستان د ننه د سولې خبرې پیل شي خو توقع یې دا ده چې په دوحه کې د طالبانو دفتر د افغانانو له شرایطو سره سم بیره خلاص شي:

"د سولې او بیا پخلاینې دروازې وازې دي، مونږ خپلو هڅو ته دوام ورکوو، هیله ده د قطر دروازه هم خلاصه شي، خو په هغو شرایطو چې افغانانو ته د منلو وړ وي."

له دې یوه ورځ وړاندې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز وویل، چې په قطر کې به د طالبانو د دفتر د لوحې او بیرغ ستونزه هواره شي.

سرتاج عزیز وویل، چې دغه دفتر په موقت ډول تړل شوی او له بیا پرانستل کیدو سره سم به یې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې پیل شي.

په کابل کې د امریکا سفیر هم په خپل وروستي خبري کانفرانس کې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې رد نه کړې، خو وې ویل دغه خبرې به هغه وخت پیل شي چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته چمتو شي.

خو د سولې عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار وایي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې به د بندیانو د تبادلې په ګډون په ځینو نورو خپل منځي مسایلو وي، نه د سولې په اړه.

ښاغلي قاسمیار وویل ، که امریکا او طالبان ترخپل منځه د افغانستان د سولې په اړه خبرې پیل هم کړي، دا به بې ګټې وي.

خو ځینې کارپوهان د سولې عالي شورا له دې خبرو سره مخالف دي او وایي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ توافق په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره ډیره مرسته کولای شي.

افغان او پاکستاني چارواکي په داسې حال کې په قطر کې د طالبانو د دفتر بیا پرانستل کیدو ته هیله من دي چې تراوسه خپله طالبانو په دې اړه رسمآ څه نه دي ویلي.

ځینو کارپوهانو وویل، چې په قطر کې د طالبانو د دفتر په بندیدو کې پاکستان لاس درلود او ترڅو چې دغه هیواد صادقانه همکاري ونه کړي،د دفتر بیا خلاصیدل به په لنډ مهال کې امکان ونه لري.

افغان حکومت په لومړي سرکې د طالبانو د دفتر په بڼې انتقاد وکړ او وې ویل چې دا په سوله کې د ښکیلو هیوادونو له خوا افغانستان ته یوه دسیسه وه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmede.w6dxyaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته