دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۴:۲۳
د مطلب کود : 70798
قاسمیار: هیله ده سرتاج عزیز له یوه څرګند پیغام سره کابل ته راشي
د سولې عالي شورا تمه لري چې، د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت او نړیوالو اړیکو سلاکار به په افغانستان کې د سولې راوستو په برخه کې د کابل او اسلام آباد ترمینځ د عملي همکارۍ د پیل په اړه له یوه څرګند پیغام سره کابل ته راشي.
معلومه نه ده چې سرتاج عزیز به له ځان سره کوم پیغام افغانستان ته یوسي خو د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار له ښاغلي عزیز څخه د داسې یوه پیغام هیله لري:
"تر ټولو ښه پیغام چې راوړی یې شي د دی چې دوی په افغانستان کې د سولې د بهیر او ملي پخلاینې د پیاوړتیا په برخه کې خپل ټول وس په صمیمیت، صداقت او خواخوږۍ سره ولګوي.
د دوستۍ او ښه ګاونډيتوب ترټولو ښه پیغام دا دی چې دوی د ماشومانو، ښځو او نورو خلکو د وژنې د دې خواشینوونکي حالت په ختمولو کې عملي ونډه ترسره کړي."
له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې قاسمیار تایید کړه چې پاکستان د افغانستان د سولې په هڅو کې اغېزمنه ونډه ترسره کولای شي.
په پام کې ده چې د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت او نړیوالو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز سبا یکشنبې کابل ته سفر وکړي او په دې ترڅ کې له ولسمشرکرزي او نورو چارواکو سره وګوري.
دا سفر اصلا نن په پام کې و خو د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت یوه ویاند اعزازاحمد چودري پرون وویل چې عزیز به د یکشنبې په ورځ کابل ته ولاړ شي. چودري وویل کابل ته د عزیز د سفر اصلي هدف په افغانستان کې د سولې د هڅو په اړه له افغان چارواکو سره خبرې کول دي.
د نوازشریف په مشرۍ د نوي حکومت له لوړې وروسته دا کابل ته د یوه جګپوړي پاکستاني مقام لومړی سفر او د افغان حکومت له دې نویو تورونو سره همزمانه دی چې وايي، اسلام آباد د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي.
ښاغلي عزیز څه وخت مخکې د برتانیا د بهرنیوچارو له وزیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې د امریکا او طالبانو ترمینځ د سولې د خبرو د بیاپیل پر احتمال خبرې کړې وې او ویلي یې و، اسلام آباد هڅه کوي چې د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي. ده په قطر کې د طالبانو د دفتر د تړل کېدو په اړه وویل:
"د طالبانو دفتر په موقته توګه تړل شوی، نه دایمي. نو موږ هیله من یو هغه ستونزې به چې پر دې دفتر د طالبانو د امارت د بیرغ او لوحې د پورته کولو له کبله رامخې ته شوې اوارې شي او د طالبانو او امریکا ترمنځ به یو ډول خبرې پیل شي.
بل ګام به دا وي چې آیا طالبان د افغانستان د سولې له عالي شورا سره هم خبرې وکړې کنه، دا دواړه هڅې زموږ، برتانیا او امریکا له خوا روانې دي څو د سولې لپاره اسانتیاوې رامینځ ته شي. کله چې خبرې پیل شي نو دوام به وکړي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې له افغان چارواکو سره د سرتاج عزیز په خبرو کې به په دوحه کې د طالبانو د دفتر د پرانیستو موضوع هم شامله وي. ویاند زیاتوي چې سرتاج عزیز به ولسمشرکرزي ته، پاکستان ته د سفر لپاره د نوازشریف بلنلیک هم ورسوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivyay.t1au326kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته