په نوي کابل ښار کې د مډرنه او پرمختللکي روغتیايي خدمتونو د برابرولو په موخه نن د ګډو همکاريو کاري هوکړه ليک دعامې ورغتیا وزيرې ډاکټر ثریا دلیل او نوي کابل ښار د پراختيايی ادارې
مشر انجنير غلام سخي حسن زاده ترمنځ لاسليک شو.
ددې هوکړه ليک د په مراسمو په پیل کې، دجمهوري ریاست ستر سلاکار او د نوي کابل خپلواکه بورد سرپرست انجنیر محمد یوسف پشتون خبرې وکړي و د نوي کابل ښار د ماستر پلان د تطبيق له پيل څخه يې خوښي وښوده او د نوي کابل ښار د پروژې پيل يې د هيواد په تاريخ کې بې څارۍ وباله.
ورپسې د عامې روغتيا وزيرې ډاکټرې ثريا دليل د دولتي ارګانونو ترمنځ د داډول د هوکړه ليکونو د لاسليکولو پر اهميت تاکید وکړ او ويې ویل چې د نوي کابل ښار په پروژه کې د ژوندانه د نورو آسانتياو برابرولو ترڅنګ، دغه وزارت د روغتونونو، روغتيایی مرکزونو او کلنیکونو د جوړولو په شمول لازم او پرمختللي روغتیايی خدمتونه د یادې ادراې په ګده همکارۍ کې چمتو کوي او دغه روغتیايي مرکزونه، نه یوازې د دې ښار د وکړو، بلکه د فعلې کابل او ټول افغانستان وکړو په نظرکې نیولو سره جوړیږې.
همداشان د نوي کابل ښار د پراختيايي ادارې اجرائيوي مشر انجنير غلام سخي حسن زاده د کابل نوي ښار د عملي کار پيل، پرمختګ او د خصوصي سکتور د پراختيا ورکوونکي ادارو سره د ترسره شوي قرار دادونو په اړه خبریالانو ته معلومات وړاندې کړ.
نوموړي زياته کړه چې ددې موافقتليک اساسي موخه داده چې د نوي کابل ښار د ماسترپلان د تطبيقی په مراحلو کې له کاري تداخل او په ګډو کاري پړاونو کې د تشو د رامنځته کيدو څخه مخنيوی وشي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)