دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۲۶
د مطلب کود : 71066
سام: په افغانستان کې ۳۶فیصده خلک د فقر له کرښې لاندې ژوند کوي
په افغانستان کې د نړېوال بانک چارواکي وایي، په دې هېواد کې په سلو کې شپږ دیرش خلک د فقر له کرښې لاندې ژوند کوي.
دې بانک په افغانستان کې د بیوزلی د کمولو او له متقاعدینو سره د مرستې په مقصد د سې شنبې په ورځ افغان حکومت سره د دولس نیمو میلیونو ډالرو د مرستې اعلان وکړ.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي وایي، له دې مرستې به د تقاعد د سیستم په اصلاح کولو او له بیوزلو سره په مرستو کې کار واخلي.
که څه هم له افغانستان سره له شاوخوا یوولسو کلونو راهیسې د میلیاردونو ډالرو مرستې وشوې، خو په دې هېواد کې یي د بیوزلی په سطحه کې د پام وړ ټیټوالی رانه وست.
په افغانستان کې د نړېوال بانک رییس رابرت سام وایي، اوس مهال د دې هېواد شپږدیرش فیصده خلک د فقر له کرښې لاندې ژوند کوي.
ښاغلي رابرت سام تاکېد وکړ، چې په افغانستان کې به د بیوزلۍ د کمولو په مقصد له افغان حکومت سره د یوه منظم سیستم په جوړولو کې مرسته وکړي:

"بیوزلی او زیان موندنه په افغانستان کې په لوړه سطح کې ده، د دې هېواد شپږ دیرش فیصده خلک د بیوزلی له کرښې لاندې ژوند کوي، چې اکثره ښځې او ځوانان یي د خطرله ګواښ سره مخ کړي دي.
په دې هېواد کې ټولنیز مصئونیت ته مناسب سیستم نشته، موږ له افغان حکومت سره کار کوو چې؛ څو په دې برخه کې نوي سیستمونه جوړ او ځوانانو د کار زمینې برابر کړو."
نړېوال بانک پریکړه کړې چې؛ په دې هېواد کې د ټولنیز مصئونیت او د متقاعدینو د سیستم جوړولو ته د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره د دولس نیم میلیونو ډالرو مرسته وکړي.
د دې مرستې تړون د سې شنبې په ورځ په کابل کې د نړېوال بانک د ريیس او د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو او مالیي د وزیرانو ترمنځ لاسلیک شو.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکو وویل، د یاد بانک په همکارۍ یې له بیوزلو کورنیو سره د مرستو او د متقاعدینو د سیستم د اصلاح کولو پروګرام له څلورو کلونو راهیسي په امتحاني بڼه پیل کړی دی.

په افغانستان کې د نړېوال بانک د معلوماتو له مخې، دې بانک پخوا تر دې هم د ټولنیز مصئونیت له پروګرام سره یو اعشاریه اته میلیونه او د متقاعدینو له سیستم سره اوه نیم میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

د کار او ټولیزو چارو وزارت وایي، پخوانې مرستې یې د هېواد د څلورو ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې پر بیوزلو کورنیو ویشلي او ښې نتیجي یې ترې اخیستی دي.

د کار او ټولینزو چارو وزیرې امنه افضلي وویل، هڅې به وکړي چې د نړېوال بانک نوې مرسته په مناسبو ځایونو کې ولګول شي:

"موږ نن د دولس نیم میلیونو ډالرو تړون کوو او زه خلکو ته ډاډ ورکوم چې دا مرسته به په ضروري ځایونو کې په ښه توګه ولګیږي او دا پروژه چې تر دوه زره شپاړلسم کال پورې دوام مومي، په ښه شان پلی شي."

د دې وزارت چارواکي وایي، د ټولنیز مصئونیت او د متقاعدینو د سیستم اصلاح کولو ته یي یو لړ کارونه ترسره کړي چې؛ له مخې یې خلکو ته اسانیتاوې برابرې شوي دي.

خو ځیني خلک وایي، ډیر باوري نه دي چې د نړېوال بانک دا مرستې به په ضروري برخو او د بیوزلۍ د کمولو په لاره کې په شفافه توګه ولګیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-vnq.23nz-djyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته