کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې امنیتي ځواکونو ۱۴ ټنه امونیم نایټریټ نیولي دي

د صدای افغان خبری آژانس(اوا) , 5 اسد 1392 ساعت 18:50


د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې؛ د ننګرهار ولایت په مرکز د جلال اباد په مربوطاتو کې یې څوارلس زره کیلو ګرامه امونیم نایتریت چاودیدونکي مواد نیولي دي.
د ملي امنیت ریاست نن ازادۍ راډيو ته وویل چې؛ د دې موادود انتقال په تور یې دوه پاکستاني اتباع او د هغوی یو افعان همکار هم نیولي دي.
دغې ادارې ویلي چې، دا مواد په یوه راکټ موټر کې چې د پاکستان نمبر پلیټ لري؛ ځای پر ځای شوي وو.
د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې؛ وسله والو مخالفینو غوښتل له دې موادو په انتحاري حملو او چاودنو کې کار واخلي.


د مطلب کود: 71270

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/71270/په-ننګرهار-کې-امنیتي-ځواکونو-۱۴-ټنه-امونیم-نایټریټ-نیولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com