کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان ولایت کې دوه خبریالان د سړي تښتوونکو له منګلو ژغورل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 اسد 1392 ساعت 11:51


د بغلان پولیس وايي، دوه سیه ییز خبریالان یې د سړي تښتوونکو له منګولو ژغورلي دي.
چارواکي وايي، پولیس هغه مهال چې د یو سیمه ییز ټلویزیوني چینل پر دوو خبریالانو حمید شېرزي او حامدرسولي د وسله والو سړي تښتوونکو له خوا برید وشو په وخت مرستې ته ورسېدل او هغو یې وژغورل.
دا دوه خبریالان وايي، تښتوونکي د پلخمري د پخواني ښاروال کسان وو ځکه دوی د نوي ښاروال د تقرر مراسمو ته ورغلي وو.
د دوی یوه، په سیمه کې د آزادۍ راډیو خبریال ته وویل:
"یوې ټکسي سراچې زموږ د موټر مخه ونیوله. د پخواني ښاروال ډرېور و، پېژانده مې. شاته ولاړم یو کرولا موټر مې شاته ودرېد او زموږ موټر یې قید کړ. موږ یې ښکته کېدو ته هم نه پرېښودو. دوی غوښتل چې موږ وتښتوي خو تصادفا د پولیسو رېنجر موټر راغی. وسله وال پولیس پکې نه و، خو موږ ورمنډه کړه."
د بغلان پولیس وايي چې، مشکوک سړي تښتوونکي په تېښته بریالي شوي دي خو دوی یې په لټه کې دي.


د مطلب کود: 71373

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/71373/په-بغلان-ولایت-کې-دوه-خبریالان-د-سړي-تښتوونکو-له-منګلو-ژغورل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com