کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پنټاګون: افغان ځواکونه څو نورو کلونو لپاره مرستې ته اړ دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 اسد 1392 ساعت 10:24


امریکا د دفاع وزارت وایي، د افغانستان امنیتي ځواکونه د څو نورو کلونو لپاره مرستې ته اړتیا لري.
پنتاګون په یوه نوي راپور کې ویلي، سره له دې چې د افغانستان د ملي اردو ځواکونه پیاوړي شوي خو بیا هم د روزنې او مالي چارو په برخو کې بهرنۍ مرستې ته اړتیا لري.
په راپور کې دغه راز ویل شوي چې؛ طالبان کمزوري شوي او د افغانستان حکومت ته جدي ګواښ نشي پیښولی.
د امریکا د دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونه له ۲۰۱۴ م کال وروسته هم ملاتړته اړتیا لري.
پنتاګون په هغه نوي راپور کې چې د امریکا کانګرس ته یې وړاندی کړی، ویلي چې؛ د افغانستان ملي اردو پیاوړی کیږي، خو زیاتوي چې دغه اردو په ۲۰۱۴ کال کې په دې هېواد کې د امریکا او ناټو د محارب ماموریت له پای ته رسیدو وروسته بیا هم د نورې روزنې او مالي چارو په برخو کې بهرنۍ مرستې ته اړتیا لري.

تردې مخکې د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي و، چې د دې احتمال شته چې له ۲۰۱۴ کال وروسته هيڅ یو امریکایي عسکر په افغانستان کې پاتې نشي. خو په دې اړه تر اوسه پریکړه نه ده شوې.

د اسوشیتد پرس خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د دفاع وزارت ویلي ترهغو پورې چې؛ دا معلومه نشي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به څومره امریکایي عسکر په افغانستان کې پاتې شي، په دې اړه چې د افغانستان حکومت به د طالبانو په وړاندې برلاسۍ وي کنه؟ قضاوت کول ګران دي.

د امریکا د دفاع د وزارت په راپور کې ویل شوي چې؛ په افغانستان کې د اوږد مهاله ثبات لپاره د موثرحکومت، د قانون حاکمیت او دوامداره اقتصادي وده ضروري ده. خو زیاتوی چې پراخ اداری فساد او نورومختلفو عواملو پردغو مسایلوسیوری غوړولی.

د امریکا د دفاع وزارت په دغه نوی راپور کې ویلي چې؛ د افغانستان په مختلفو سیموکې د طالبانو نفوذ په کمیدو دی. طالبان کمزوری شوي او د دې توان نه لري چې د افغانستان حکومت ته جدي ګواښ پیښ کړي.
خو په راپور کې دا هم ویل شوي چې؛ طالبان تر اوسه په لرې پرتو سیمو کې نفو‌ذ لری او له هغه ځایه د کابل د ځنډو په ګډون پرښارونو حملې کوي.

له دې مخکې په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو قومندان جنرال جوزیف ډانفورډ ویلي و، چې لږترلږه درې یا څلور کاله نور هم د دې اړتیا شته چې امریکايي ځواکونه د جګړې د لومړۍ کرښې ترشا فعالیت وکړي او افغان ځواکونو ته د لوژستیک، هوايي ملاتړ او د استخباراتي معلوماتو په راغونډولو او تحلیل کې مرسته وکړي


د مطلب کود: 71470

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/71470/پنټاګون-افغان-ځواکونه-څو-نورو-کلونو-لپاره-مرستې-ته-اړ-دي

آوا
  https://www.avapress.com