کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مخابراتو وزارت د هېواد ۷۸روغتیايي مرکزونو ته انټرنټي خدمات رسوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 اسد 1392 ساعت 15:35


افغانستان د مخابراتو وزارت وایي، په ټول هېواد کې به ۷۸ روغتونونه او روغتیايي مرکزونو ته انټرنټي خدمات ورسوي.
د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر امیرزي سنګین نن په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ دا پروژه ۴ میلویونه ډالره لګښت لري او په ۳ کالو کې به بشپړه شي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي له انټرنټ سره د افغانستان د روغتیونونو تړل ځکه مهم بولي؛ چې د دوی په خبره دا به د ناروغانو په درملنه کې مرسته وکړي.
دا وزارت وایي، له دې لاري به افغان ډاکتران وتوانیږي، چې په ملي او نړېواله کچه د ناروغیو د درملنې په اړه سلا وکړي.


د مطلب کود: 71702

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/71702/مخابراتو-وزارت-د-هېواد-۷۸روغتیايي-مرکزونو-ته-انټرنټي-خدمات-رسوي

آوا
  https://www.avapress.com