کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارزګان: یو انتحاري حمله کوونکی مخکې له هدفه ووژل شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 اسد 1392 ساعت 12:16


د ارزګان چارواکي وايي چې؛ پولیسو نن سهار یو کس چې غوښتل یې د ولایت په ودانۍ کې ځان وژونکې حمله وکړي، ودانۍ ته له ننوتو مخکې وواژه .
د ارزګان والي امیر محمد اخندزاده ازادي راډیو ته وویل چې حمله کوونکی پلی و او د پولیسو یونیفورم یې پر تن و.
د ښاغلي اخنذاده په وینا انتحاري کس پر ځان باندې چاودیدونکي مواد تړلي و.


د مطلب کود: 71775

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/71775/ارزګان-یو-انتحاري-حمله-کوونکی-مخکې-له-هدفه-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com