دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۴۲
د مطلب کود : 71880
د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي ټیمونه په کابل کې دوستانه لوبه ترسره کوي
ټاکل شوې ده د افغانستان د فوټبال ملي ټیم روانه میاشت د پاکستان د فوټبال له ملي ټیم سره یوه دوستانه لوبه وکړي.
د افغانستان د فوټبال ملي فدراسیون وایي چې؛ دا لوبه به د اګسټ په شلمه نیټه په کابل کې تر سره شي.
د افغانستان د فوټبال د ملي ټيم روزونکي همایون کارګر د دې لوبو هدف د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو ښه کیدل یاد کړل.
"د هېواد د فوټبال فدراسیون پریکړه وکړه؛ څو په دې حساسو سیاسي شرایطو کې د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي ټیمونو تر منځ یوه دوستانه لوبه په افغانستان کې جوړه کړي."
ښاغلي کارګر وویل، چې د دې لوبو بل هدف دا دی چې؛ افغانستان په نیپال کې د آسیا د جنوب هېوادونو په لوبه کې ګډون لپاره آماده کړي. 

سرچینه: ازادی رادیو 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbgwbz.rhb8wp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته