دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۳۲
د مطلب کود : 71933
د افغانستان او پاکستان کرکټ ټیمونه شل اوریزه سیالۍ ترسره کوي
تاند- پاکستان اعلان وکړ چې، په ډسمبر کې به له افغانستان سره د کرکټ شل اوریزه (20-20) سیالۍ ترسره کړي.
دا سیالۍ د یوې ورځې لپاره ده او د پاکستان کرکټ بورډ ویلي چې؛ هدف یې په افغانستان کې د کرکټ لوبې پياوړې کول دي.
دا سیالۍ به د ډسمبر په اتمه نېټه د متحده عربي اماراتو د شارجې په ښار کې وشي.
افغانستان او پاکستان د روان کال په پیل کې داسې قرار داد وکړ چې؛ له مخې یې د پاکستان کرکټ بورډ د افغانستان د کرکت ډلې د پياوړي کولو لپاره همکاري وکړي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تیرکال هم د کرکټ په (20-20) سیالیو کې ګډون کړی و؛ خو کومه ځانګړې نتیجه یې ترلاسه نه کړه.
https://avapress.com/vdcaeon0.49n6e1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته