کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان او پاکستان کرکټ ټیمونه شل اوریزه سیالۍ ترسره کوي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل , 15 اسد 1392 ساعت 12:32


تاند- پاکستان اعلان وکړ چې، په ډسمبر کې به له افغانستان سره د کرکټ شل اوریزه (20-20) سیالۍ ترسره کړي.
دا سیالۍ د یوې ورځې لپاره ده او د پاکستان کرکټ بورډ ویلي چې؛ هدف یې په افغانستان کې د کرکټ لوبې پياوړې کول دي.
دا سیالۍ به د ډسمبر په اتمه نېټه د متحده عربي اماراتو د شارجې په ښار کې وشي.
افغانستان او پاکستان د روان کال په پیل کې داسې قرار داد وکړ چې؛ له مخې یې د پاکستان کرکټ بورډ د افغانستان د کرکت ډلې د پياوړي کولو لپاره همکاري وکړي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تیرکال هم د کرکټ په (20-20) سیالیو کې ګډون کړی و؛ خو کومه ځانګړې نتیجه یې ترلاسه نه کړه.


د مطلب کود: 71933

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/71933/د-افغانستان-او-پاکستان-کرکټ-ټیمونه-شل-اوریزه-سیالۍ-ترسره-کوي

آوا
  https://www.avapress.com