کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جلال اباد د قربانیانو له خپلوانو سره د هند د سفیر د خلاص لاس مرستې

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل , 16 اسد 1392 ساعت 14:01


تاند- هند په جلال اباد کې د دغه هیواد پر کونسلګرۍ د حملې په نتیجه کې د وژل شویو کسانو له خپلوانو سره سخاوتمندانه مرستې اعلان کړې.
په افغانستان کې د هند سفیر امر سینها نن جلال اباد ته لاړ او د هر وژل شوي کس له کورنۍ سره یې لس – لس زره ډالره مرسته اعلان کړه.
د جلال اباد په حمله کې نهه تنه ووژل شول او ۲۲ نور ژوبل شول.په وژل شویو کې ۸ تنه ماشومان ول.
د هندوستان د (هندو) ورځپاڼې د راپور له مخې دا هیواد د جلال اباد په پېښه کې د پاکستان لاس ویني.
هند په نوي ډیلي کې د پاکستان د سفیر(لوی کمیشنر) مرستیال وروباله چې خپل احتجاج ورته څرګند کړي. د پاکستان د لوی کمشنر مرستیال د جلال اباد د حملې په خاطر نه بلکې د کشمیر د کنټرول کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو د ډزو په اثر د پنځو هندي سرتېرو د وژل کېدو لپاره احضار شو.
په افغانستان کې د هند سفیر امر سینها په جلال اباد ښار کې د قربانیانو کورنیو ته د تاوان په توګه اعلان کړې پیسې ناچیزه مرسته وبلله.
ده همداراز ۲۰ زره ډالره هغو افغان امنیتي ځواکونو ته د جایزې په توګه اعلان کړې چې د حملې په مهال یې د کونسلګرۍ ساتنه کوله.
د هند سفیر هغه افغان ساتونکي ته هم شل زره ډالره جایزه ورکړه چې یو ځانمرګی یې وویشت او حمله کوونکي یې پرې نښودل چې کونسلګرۍ ته ننوځي.
ښاغلي سینها همداراز د ننګرهار له والي سره یوځای د قربانیانو له خپلوانو سره وکتل.
ده په روغتون کې له ټپیانو سره د لیدلو په مهال وویل چې هیواد به یې شل زره ډالره د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ته د ټپیانو د درملنې لپاره ورکړي. همداراز به لس زره ډالره د ننګرهار ولایتي ادارې ته ورکړي چې هغه جومات پرې ترمیم کړي چې په حمله کې زیانمن شو.
د حملې په نتیجه کې وژل شوي ماشومان همدې جومات ته د دیني زده کړو لپاره روان ول چې ځانمرګو چاودنه وکړه.
طالبانو د جلال اباد د حملې مسوولیت په غاړه وانخیست. خو له دې حملې وروسته په جلال اباد کې بمي بریدونو دوام وکړ. نن هم په دغه ښار کې چاودنه شوې ده.


د مطلب کود: 72002

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/72002/د-جلال-اباد-قربانیانو-له-خپلوانو-سره-هند-سفیر-خلاص-لاس-مرستې

آوا
  https://www.avapress.com