دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۵۸
د مطلب کود : 72003
هند د چاه بهار له بندره د استفادې لپاره ایران ته پلاوی لېږي

تاند- هند ډېر ژر ایران ته یو پلاوی لېږي چې افغانستان ته د صاداراتو لپاره د ایران د چاه بهار بندر په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.
د هند د خبري اژانس (پي ټي آی) د راپور له مخې ایران ته د هندي پلاوي د سفر موضوع د هند د مرستیال ولسمشر حامد انصاري او د ایران د نوي ولسمشر حسن روحاني په کتنه کې یاده شوه.
ښاغلی انصاري د ښاغلي روحاني د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته تللی و.
هندي چارواکي وايي چې د چاه بهار په پروژه کې یې د ګډون اجازه ورکړې او ژر به له ایراني چارواکو سره د ترانسپورت، ترانزیت او نورو مسایلو د موافقې په اړه خبرې پیل کړي.
هند غواړي چې په افغانستان کې د ملیاردونو ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي. افغانستان له هندي کمپینو سره د حاجي ګک د وسپنې د کان د استخراج قرارداد لاسلیک کړی او غواړي چې د ایران له چاه بهار بندره ترحاجي ګک کان پوري د اورګاډي پټلۍ هم جوړه کړي.
که څه هم د هند لپاره له افغانستان سره د ارتباط تر ټولو نژدې لار پاکستان دی خو پاکستان هند نه پرېږدي چې افغانستان ته د دغه هیواد له لارې واردات او صادرات وکړي.
پاکستان له خپلې ترانزیتي لارې څخه پر افغانستان هم د فشار د یوې وسیلې په توګه کار اخلي. هر وخت چې یې زړه وي خپلې لارې د افغان سوداګرو پر مالونو بندوي. په ځلونو یې افغغانستان ته یا له افغانستانه نورو هیوادونو ته پر خوراکي موادو لارې بندې کړي او تر هغو یې اجازه نه ده ورکړې چې خوراکي مواد خوسا شوي دي.
هندي چارواکي وايي چې د ایران د چاه بهار بندر له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د هند د نښلولو لپاره ستراتیژیک اهمیت لري.
هند د دې هدف لپاره د دلارام زرنج لار جوړه کړې او له چاه بهار سره یې د دې لنډې لارې په وسیله د افغانستان د نښلولو اسانتیا برابره کړې ده. په همدې حال کې هند هڅه کوي چې تر چاه بهار پوري د اورګاډي پټلۍ هم جوړه کړي.
حاضردمه د چاه بهار بندر لویه ستونزه دا ده چې په دغه بندر کې لویې بېړۍ لنګر نه شي اچولی خو که دا بندر پراخ کړای شي او پلېټ فارمونه پکې جوړ شي نه یوازې به هند ته د افغانستان او منځنۍ اسیا لنډه لار په لاس ورشي بلکې د کراچۍ پر بندر به د افغانستان اتکا ختمه شي.

https://avapress.com/vdcjtyea.uqe8yz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته