کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کوچنی اختر د رارسیدو په ویاړ د ملی امنیت لوی ریاست د رهبری او منسوبینو د مبارکۍ پیام

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 16 اسد 1392 ساعت 18:53


د ملی امنیت لوی ریاست رهبری او منسوبین د کوچنی اختر د رارسیدو په ویاړ د افغانستان جلالتماب محترم جمهور رئیس، ښاغلو مرستیالانو، د ستری محکمی رئیس، لوی څارنوال، د ولسی جرگی او مشرانو جرگی رئیسانو او استازو، د کابینی غړو او د افغانستان سرلوړی او با شهامته ولس ته د زړه له کومې مبارکۍ وایی، په دی هیله چی د ټولو مسلمانانو په تیره بیا د افغانستان د متدین او شهید پروره ولس طاعات او عبادات د لوی خدای «ج» په درگاه کی د منلی وړ گرځیدلي وي او ټولو مسلمانو او متدینو هیوادوالو ته د خوشحاله او نیکمرغه کوچنی اختر هیله کوو.
د صدای افغان اژانس(اوا)، د ملی امنیت لوی ریاست منسوبین یو ځل بیا تعهد کوي چی د دین، خاورې او په هیواد کی د سراسری سولی د ټینگښت او ساتنی په موخه له هیځ ډول سرښندنی او هلو ځلو څخه به ‌ډډه ونکړي.


د مطلب کود: 72017

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/72017/د-کوچنی-اختر-رارسیدو-په-ویاړ-ملی-امنیت-لوی-ریاست-رهبری-او-منسوبینو-مبارکۍ-پیام

آوا
  https://www.avapress.com