دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۲۰
د مطلب کود : 72038
آی ایس آی افغان طالبان په کشمیر کې جنګوي
تاند- د هندي او پاکستاني کشمیرونو ترمنځ د کنټرول کرښې په اوږدو کې پر هندي پوځیانو له حملې وروسته د هند امنیتي ادارو اندېښنه ښکاره کړه چې د پاکستان آی ایس آی ممکن په کشمیر کې د هند پر ضد په جګړه کې له افغان طالبانو څخه د کار اخیستلو هڅې زیاتې کړي.
هندي چارواکي وايي چې په کنترول کرښه کې وروستۍ حمله د آی ایس آی په مرسته افغان طالبانو کړې وه چې په نتیجه کې یې پنځه هندي پوځیان ووژل شول. د دې برید په اړه، چې هند رسماً د پاکستان پوځ د هغې مسوول وباله، د دوو هیوادونو عملیاتي قومندانانو نن خبرې وکړې.
د هند د (هندو) ورځپاڼې د راپور له مخې د دغه هیواد استخباراتي چارواکي وايي، په داسي حال کې چې ۲۰۱۴ کال په رانژدې کېدو دی او نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي ګومان کېږي چې په آی ایس آی کې به دا تمایل زیات شي چې طالبان د افغانستان پر ځای په هندي کشمیر کې وجنګوي.
ورځپاڼې د هند د امنیتي ادارې د یوه چارواکي په قول ویلي: د آی ایس آی د هند مخالفو عناصرو په منځ کې داسي لېوالتیا زیاته ده چې د هند پر ضد په دوو ختیځه او لوېدیځه جبهه کې جګړه وشي. ورځپاڼه د جلال اباد د شنبې د ورځې حمله، چې هدف یې د هند کونسلګري وه، د آی ایس آی د دغسي تمایل یوه نښه بولي.
خو د ده په وینا تر دې هم اصلي اندېښنه دا ده چې آی ایس آی او د هغه اړوندو «تروریستي تنظیمونو» جمو او کشمیر ته د طالبانو د بېولو هڅې پیل کړي دي.
د هند امنیتي چارواکي وايي، سره له دې چې د پاکستان په خاوره کې کشمیري ترهګر له روزلو سمدستي وروسته کشمیر ته استول کېږي، هغوی جګړې ته ژمن نه دي او د هندي پوځیانو په وړاندې د جنګېدو توان په ځان کې نه ویني خو افغان طالبان په جګړه کې لوی شوي، زیات روزل شوي او جګړې ته زیات ژمن دي.
ګڼو لوېدیځوالو مخکې تر مخکې اټکل کړی چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به په دغه هیواد کې د هند او پاکستان سیالي پیل شي. دوی د جلال اباد وروستۍ حمله د هند د براعظمګي د دغو دوو هیوادونو د سیالۍ پیلامه بولي.
د هند استخباراتي چارواکي وايي چې د کشمیر په جګړه کې د طالبانو ښکېلېدا د دوی ځواکونه اړ باسي چې سخت عملیات وکړي چې په پایله کې یې ممکن ملکي تلفات او مالي تاوانونه زیات شي.
د هند یوه استخباراتي چارواکي، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، هندو ورځپاڼې ته وویل:«د کشمیري سخت دریځو جګړه مارو خلاف افغان طالبان زیات مقاومت کولی شي. له همدې کبله ښايي پاکستان هڅه وکړي چې لا ډېر افغان طالبان کشمیر ته واستوي.»
که د هندي چارواکو دا اندېښنه حقیقت ولري ښايي هغوی غوره وبولي چې د کشمیر په ځای له پاکستان سره خپله مسابقه له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې توده کړي.
همدا علت دی چې ډېر کارپوهان د هند او پاکستان ترمنځ سیالي د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره خطرناکه بولي.
د پاکستان د نوي صدراعظم نوازشریف له څرګندونو داسي ښکاري چې هغه له هند سره د پاکستان د اړیکو د نژدې کولو غوښتونکی دی خو ګومان نه کېږي چې د پاکستان پوځ دې له هند سره د دښمنۍ د پای ته رسېدو غوښتونکی وي.
ډطری پاکستاني نظرخاوندان وايي چې د پاکستان پوځ له هند سره تر سولې او دوستۍ په دښمنۍ او تسلیحاتي مسابقه کې ویني. د دوی په باور په دې توګه د پاکستان پوځ د هیواد زیات امکانات او بودجې ځان ته اختصاصوي.
https://avapress.com/vdch6vnq.23nixdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته