دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۵۳
د مطلب کود : 72174
اسراییل به په ختیځ بیت المقدس څه باندې زر نوي کورونه جوړ کړي
اسراییل وايي چې؛ په ختیځ بیت المقدس او لویدیځه غاړه کې به د یهودانو لپاره څه باندې زر نوی کورونه جوړ کړي. 
د اسراییل د خانه سازۍ وزیر پرون (یک شنبه) وویل چې؛ په یادو شویو سیمو کې د لږ تر لږه ۱۱۸۷ (یو زر ، یو سل او اوه اتیا) اپارتمانونو د جوړولو پلان تایید شوی دی.
د اسراییل د خانه سازۍ وزارت وايي چې؛ د پلان له مخې به اته سوه یهودي میشت ځایونه په ختیځ بیت المقدس او څلور سوه د لویدیزې غاړې په سیمو کې جوړ شي.
د اسراییل د حکومت تر دې اعلان یواز ې در ې ورځې وروسته به اسراییلي او فلسطینی استازي په بیت المقدس کې سره ګوري او په خپل منځ کې د روانې اوږدې لانجې پر حل به خبرې کوي.
دا به د اسراییل او فلسطین ترمنځ د بیا پيل شویو مخامخ مذاکرو دوهم دور وي.
د دواړوترمنځ مخامخ خبرې تر درې کلن ځنډ وروسته تیره میاشت په واشنګټن کې بیا پيل شوې.
فلسطینیان له ډيرې مودې راهیسې ټينګار کوي چې د یهودي میشت ځایونو د جوړلو له بشپړ بندیدو پرته خبرې امکان نه لري.
دا خبرې په دوه زره لس میلادي کال کې د اسراییل د حکومت لخوا د یهوديانو لپاره د میشت ځایونو د جوړولو په خاطر ناکامې شوې وې.
فلسطیني لوري د امریکا په منځګړیتوب تر هغه وروسته چې اسراییل د سلو فلسطیني زندانیانو د خوشي کولو ژمنه وکړه په مذاکرو کې د ګډون لپاره تیاري څرګنده کړه .
په نولس سوه اوه شپيته میلادي کال کې د منځني ختیځ تر جګړې وروسته اسراییلو په هغو سیمو کې چې فلسطینیان یې د ځان ګڼي، د یهودانو لپاره تر پينځه لکه زیات کورونه جوړکړي دي .
په فلسطینی سیمو کې د یهودانو ودانۍ د غربي نړۍ زیات هیوادونه غیر قانوني کار ګڼي .
په مذاکرو کې د فلسطینی لوري مشر صایب عریقات پرون (یک شنبه) وویل چې د نویو ودانیو لپاره د اسراییل پلان به د سولې مذاکرو ته ضرر ورسوي خو عریقات ټینګار وکړ چې فلسطیني لوری به د سولې لپاره هرې هڅې ته د بریالیتوب چانس ورکړي.
اسراییل ژمنه کړې چې د مذاکرو په جریان کې به یو سل او څلور فلسطینيان چې د دوي به زندانونو کې بندیان دي خوشي کړي. د دې زندانیانو لومړۍ ډله به د راتلونکې سه شنبې په ورځ خوشې شي.
د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیوچارو وزیر جان کري په وروستیو کې سیمې ته څو سفرونه وکړل تر څو د اسراییل او فلسطین ترمنځ د جوړجاړي لپاره په ټپه دریدلې مذاکرې له سره پيل شي.
په بیت المقدس کې د دواړو لوریوترمنځ د مخامخ خبرو په دویم دور کې به چې ډیر ژر پيلیدونکي دي د سیمې لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو استازی هم ګډون ولري.
https://avapress.com/vdci5zay.t1ary26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته