کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامدکرزی په میدان وردګو او پکتیکا کې د وروستیو سیلاوونو له امله پر رامنځته شویو ځاني تلفاتو او مالي زیانونو خواشینی شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 اسد 1392 ساعت 19:24


افغانستان جمهوررئیس حامدکرزی د میدان وردګو او پکتیکا په ولایتونوکې د وروستیو سیلاوونو له امله پر رامنځته شویو ځاني تلفاتو او مالي زیانونو خواشینی شو او له پیښو سره د مبارزې د ادارې او نورو اړوندو ادارو چارواکو ته یې لارښوونه وکړه چې زیان رسېدونکو ته ژر تر ژره بیړنۍ مرستې و رسوي.
د رپوټونو له مخې، د میدان وردګو او پکتیکا په ولایتونو کې دغو سیلاوونو شاوخوا ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده او ګڼ شمېر کورنۍ یې زیانمنې کړې دي.
حامدکرزی د دغو طبیعي پیښو د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او د لوی خدای له دربار څخه هغوی ته د جمیل صبر
هیله کوي.




د مطلب کود: 72317

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/72317/حامدکرزی-په-میدان-وردګو-او-پکتیکا-کې-د-وروستیو-سیلاوونو-له-امله-پر-رامنځته-شویو-ځاني-تلفاتو-مالي-زیانونو-خواشینی-شو

آوا
  https://www.avapress.com