دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۱۸
د مطلب کود : 72331
۴ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کندز ، جوزجان ، زابل ، ارزګان او میدان وردک ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۴ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۶ تنه ټپیان او ۲ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه مهمات او چاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۲۱ کړې ډول ډول ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د کندهار او هلمند ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .







د جنایي جرمونو پروړاندې مبارزه :

د کابل ولایت د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۷ تنه د غلا کولو په تړاود کابل ښار د پنځمې او دیاړسمې امنیتې حوزو د اړوندو سیمو نه نیولي دي چې دم ګړۍ ملي پولیسو تر څیړنې لاندې دي.
https://avapress.com/vdcdfs05.yt0xs6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته