دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۰۸:۵۴
د مطلب کود : 72652
سبا د افغانستان او پاکستان د فوټبال لوبډلې په کابل کې مسابقه کوي
ټاکل شوې ده چې سبا د افغانستان او پاکستان د فوټبال لوبډلې په کابل کې مسابقه وکړي.
دا دوستانه لوبه د جنوب اسیا د فوټبال سیالیو د تیاري لپاره ترسره کیږي.
د افغانستان او پاکستان د فوټبال فډراسیون چارواکو ویلي دي چې؛ د دې لوبې یو اصلي هدف د دواړو هیوادو تر منځ د لوبې له لارې دوستي ټینګول دي.
د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم لارښود همایون کارګر ازادي راډیو ته وویل چې؛ لوبغاړي دې لوبې ته چمتو دي او له بهره هم یو شمېر افغان لوبغاړې کابل ته رارسیدلي:
"هغه لوبغاړي چې له بهره په ملي ټیم کې ثبت دي؛ ځیني یې راغلي او یو شمېر یې په اروپا کې په خپلو ټیمونو کې مسابقې لري؛ نو اجازه یې نه ده ترلاسه کړې؛ خو دوی به د جنوبي اسیا په لوبو کې برخه واخلي؛ ځکه چې هغه رسمي مسابقې دي او بیا یې په اروپا کې کلپونه اجازه ورکوي چې؛ د خپل هېواد په لوبو کې ګډون وکړي."
د جنوب اسیا هیوادونو تر منځ په نیپال کې د اګست په یو دیرشمه لوبې پیلیږي او د سپتمبر تر یولسمې به دوام وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8mea.uqe8iz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته