دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۰۸:۴۵
د مطلب کود : 72723
هند ته د افغانستان د مرستیال ولسمشر سفر
تاند – د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال د سې شنبې په ورځ(نن) هند ته د درې ورځني سفر په مخه ځي.
هندي رسنۍ خبر ورکوي چې د دې سفر پر مهال به کریم خلیلي هندي چارواکي وهڅوي چې له افغان پوځ سره مرستې وکړي. د هندي رسنیو په باور خلیلي به هندیان دې ته هم وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي.
تمه ده چې خلیلي به هند ته له رسیدو سره سم د هند د بهرنیو اړیکو له وزیر سره وګوري او له هغه سره به د ترورزم ضد جګړې په برخه کې خبرې وکړي.
خلیلي په داسې وخت کې هند ته سفر کوي، چې د هند او پاکستان اړیکي د تیرو څو کلونو په ترڅ کې تر بل هر وخت خړپړ دي او ولسمشر کرزی هم پاکستان ته د روانې میاشتې تر اخره روان دی.
د خلیلي تر سفر درې میاشتې مخکې حامد کرزی هند ته تللی و او هغه مهال ولسمشر کرزي هم هندي چارواکي په افغانستان کې له پوځ سره مرستې ته هڅولی و.
افغانستان چې له هند سره د ستراتیژیکو همکاریو کوم تړون لاسلیک کړی دی د هغه له مخې کولی شي چې په ښکاره له هنده وسلې وپلوري. دغه تړون په ۲۰۱۱ کال کې دواړو هیوادو لاسلیک کړ.
تمه ده چې د چهارشنبې په ورځ به کریم خلیلي د هند له ولسمشر پرناب موکرجي سره خبرې وکړي بیا بله مرستیال ولسمشر حمید انصاري او صدراعظم من موهن سنګ سره وغږیږي.
کریم خلیلي به وروسته تر دې د پنجشنبې په ورځ بیرته کابل ته ستون شي چې په هند کې د افغانستان په اړه په یوه کنفرانس کې چې د ډیلي د پالیسي ګروپ په نوم ډلې جوړ کړی دی، برخه واخلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcipyay.t1arr26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته