کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په میدان وردګو ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې اته وسله وال طالبان ونیول شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 اسد 1392 ساعت 9:39


د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار په دره کهنه خمار سیمه کې تېره شپه د ځآنګړو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو پنځه غړي چې د ماینونو په جوړولو،نښتو او نورو ورانکارو فعالیتونو کې لاس درلود ژوندي نیول شوي دي.
د معلوماتو له مخې دغه وسله والو طالبانو د پلټنو پرمهال پخپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی .
د یو بل خبر له مخې تېره ورځ د یو لړ هوايي عملیاتو په ترڅ کې چې د جلریز ولسوالۍ په سیدخیلو سیمه کې ترسره شول،د وسله والو طالبانو د قاري سیداغا د ډلې اړوند درې تنه داداګل،خداداد او رزق الله ژوندي ونیول شول .
په یادو دواړو ځانګړو عملیاتو کې ملکي وګړو او سرتېرو ته کوم زیان ندی اوښتی


د مطلب کود: 72729

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/72729/په-میدان-وردګو-ولایت-کې-د-عملیاتو-ترڅ-اته-وسله-وال-طالبان-ونیول-شول

آوا
  https://www.avapress.com