دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 72729
په میدان وردګو ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې اته وسله وال طالبان ونیول شول
د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار په دره کهنه خمار سیمه کې تېره شپه د ځآنګړو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو پنځه غړي چې د ماینونو په جوړولو،نښتو او نورو ورانکارو فعالیتونو کې لاس درلود ژوندي نیول شوي دي.
د معلوماتو له مخې دغه وسله والو طالبانو د پلټنو پرمهال پخپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی .
د یو بل خبر له مخې تېره ورځ د یو لړ هوايي عملیاتو په ترڅ کې چې د جلریز ولسوالۍ په سیدخیلو سیمه کې ترسره شول،د وسله والو طالبانو د قاري سیداغا د ډلې اړوند درې تنه داداګل،خداداد او رزق الله ژوندي ونیول شول .
په یادو دواړو ځانګړو عملیاتو کې ملکي وګړو او سرتېرو ته کوم زیان ندی اوښتی
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceof8f.jh8wwi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته