د افغانستان د فوټبال ملي ټیم تیر مازدیګر په یوه دوستان سیالۍ کې د پاکستان د فوټبال ملي ټیم ته ماته ورکړه.
په دغې لوبه کې چې په کابل کې د فوټبال د فیدراسیون په میدان کې وشوه افغان ټیم وتوانید چې خپل پاکستاني سیال ته د صفر په مقابل په دریو ګولونو سره ماته ورکړي.
د افغانستان له لوري سنجر احمدي،ارش عاطفي،او معروف محمدي په یوه یوه ګول سره د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د فوټبال د ټیم کامیابي یقیني کړه.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فوټبال ددې مسابقې د نندارې لپاره ،د لوړ رتبه مقاماتو،وکیلانواو هنرمندانو په ګډون سلګونه کسان د کابل د فوټبال میدان ته راغلي وو.
دا له څه کم څلورو لسیزو وروستو لومړی ځل و چې کابل د یوې نړیوالې ورزشي سیالۍ کوربه وه.
۳۶ کال وړاندې په کابل کې د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي ټیمونو لوبه کړې وه چې هغه مهال هم افغانستان د صفر پر وړاندې په یوه ګول سره پاکستان ته ماته ورکړې وه.