دخپریدو نیټه :جمعه ۱ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۲۲
د مطلب کود : 72977
د ایټالیا یوې غیر حکومتي خیریه ټولنې په هلمند کې ۵ روغتیايي مرکزونه پرانیستل
د ایټالیا یوې غیر حکومتي خیریه ټولنې (Emergency) په هلمند کې پینځه روغتیايي مرکزونه پرانیستل. د ایټالیا د دې خیریه موسسې پر ویب پاڼه د هلمند د عامې روغتیا د ریس عنایت الله غفاري په حو اله لیکل شوی چې دا مرکزونه ډير عصري جوړ شوي او تر ډيره حده په هغو سیمو کې دی چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.
په هلمند کې د ایټالیا په مرسته په داسې عاجلو روغتیايي مرکزونو کې له ۱۹۹۹ (میلادي) کال راهیسې تر څلور ملیونه زیات خلک تداوي شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjahea.uqe8az,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته