کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کښې د ایران،افغانستان او پاکستان تر مینځ لسمه دري اړخیزه غونډه وشوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 سنبله 1392 ساعت 11:43


د ایرنا د راپور له مخې د ایران ، افغانستان او پاکستان تر مینځ د دري اړخیزه نوښت په نامه د چارواکو لسمه غونډه په کابل کښې وشوه ، د دي تر څنګ د نشه ایزو توکو د غیرقانوني قاچاق په اړه د کارپيژاندو دوهمه ناسته ،له نشه ایزو توکو سره د مبارزې ځانکړو معلوماتو دریمه ناسته او همدغه راز دغه دري اړخیزه ناسته د زمري له ۲۸ تر ۳۰ په کابل کښې ترسره شوي دي .
په دغو دریوو تخصصي غونډو کښې چې د دري واړو هیوادونو د ملګرتیاؤ په چوکاټ کښې وشوي ،د کابل،تهران او اسلام آباد استازو او په دغو دریوو هیوادونو کښې د ملګرو ملتو له نشه ایزو توکو او جرمونو سره د مبارزې د دفتر مشرانو هم ګډون درلوده .
په دغو دریو اړخیزو ناستو کښې د ایران له نشه ایزو توکو سره د مبارزې د ادارې استازو او انتظامي ځواک له نشه ایزو توکو سره د مبارزې د پولیسو استازو فعاله ګډون درلوده ، دري اړخیزه نوښت په چوکاټ کښې یې ملګرتیاوې مهمي وبللی او په تیره بیا د ګډو عملیاتو په ترسره کولو کښې د ملګرتیاؤ د پراختیا په اړتیا او په تهران کښې د جي پي سي په نامه د ګډ پلان د مرکز له لارې د معلوماتو د چټکې تبادلې غوښتنه وکړه .
د ایران افغانستان او پاکستان له نشه ایزو توکو سره د مبارزې نهمه دري اړخیزه ناسته په تهران کښې ترسره شوي وه .



د مطلب کود: 73082

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/73082/په-کابل-کښې-د-ایران-افغانستان-او-پاکستان-تر-مینځ-لسمه-دري-اړخیزه-غونډه-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com