دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 73166
د افغانستان د نجونو د فوټبال ټيم قرغزستان ته ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان د فوټبال ښځينه ټيم د قرغزستان د ښځو ملي ټيم نن يکشنبې ته په يوه سيمه ييزه سيالۍ کې يو د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه. دغه لوبې د جنوبي اسيا د فوټبال فډراسيون د مسابقو په درشل کې روانې دي.
د افغانستان، قرغزستان، تاجکستان او قزاقستان ترمنځ به د فوټبال دوستانه مسابقې کېږي او دا د سف په نامه د طلايي کپ سياليو تر پيل مخکې پلان شوې دي.
تمه کېږي د افغانستان د نجونو ټيم د دوشنبې په ورځ د تاجکستان له ټيم سره دوستانه مسابقه وکړي، د افغانستان د فوټبال ملي ټيم کوچ يوسف کارګر نن (يکشنبې) وويل، کېدى شي برى بيا د افغانستان په برخه شي.
د افغانستان ټيم له ٢٠٠٨م کال راهيسې په نړيوالو سياليو کې برخه اخلي، چې د پاکستان، بنګله دېش، نيپال او سريلانکا په وړاندې يې هم مسابقې کړې دي.
تېر کال د افغانستان د فوټبال د نجونو ټيم چې ساجيه سحر يې مشره ده، د جنوبي اسيا د فوټبال په فډراسيون کې درېيم مقابل خپل کړ. دوى هغه وخت پاکستان ته څلور د يو په مقابل کې ماتې ورکړې وه.
د افغانستان د فوټبال ملي ټيم تېره اوونۍ له پاکستان سره په يوه دوستانه سيالۍ کې برخه واخيسته چې څلور د صفر په مقابل کې يې د پاکستان ټيم ته سخته ماتې ورکړه.

https://avapress.com/vdcai6n0.49nei1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته