دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۳۳
د مطلب کود : 73301
په میدان وردګو ولایت کې د یو پاکستانی ځانمرګی برید کوونکي په ګډون درې وسله وال طالبان ژوندي نیول شوي
په میدان وردګو ولایت کې د یو پاکستانی ځانمرګی برید کوونکي په ګډون درې وسله وال طالبان ژوندي نیول شوي او اولس نورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار،دایمیرداد،سیداباد،جلریز او نرخ ولسوالیو کې دتېرو څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې د بېلابېلو عملیاتو او نښتو په ترڅ کې د یوه پاکستاني ځانمرګي برید کوونکي په ګډون درې تنه ژوندي نیول شوی، اوه تنه وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي .
د میدان وردګو ولایت د امنیه قوماندانۍ له جرمونو سره د مبارزې مدیریت پولیسو د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې یو پاکستانی ځانمرګی برید کوونکی له یو بل وسله وال طالب قوماندان سره یوځای نیولي دي.
د معلوماتو له مخې دغه کسان چې د کشفي معلوماتو پر بنسټ نیول شوي،د سپکو او درنو وسلو ترڅنګ ورسره د سړک غاړي ماینونه،چاودیدونکي او نور بیلابېل توکي هم ورسره نیول شوي دي .
دغه پاکستانی ځانمرګی برید کوونکی چې د حقاني ډلې پورې اړوند دی پخپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی او غوښتل یې چې د دغه ولایت په مرکز کې ځانته چاودنه ورکړي،خو د پولیسو له لورې موخې ته له رسیدو وړاندې په سیداباد ولسوالۍ کې ونیول شو. 
همدا راز تېره ورځ د ملي اردو دویم کنډک مؤظفینو د دغه ولایت جلریز ولسوالۍ په فیضو کلا سیمه کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې درې وسله وال طالبان ووژل او اوه نور یې ټپیان کړل، په دغه عملیاتو کې چې د ملي اردو دوه سرتېرې په کې شهیدان او څلور نور ټپیان شوي هم وو،د وسله والو مخالفینو څخه یوه اندازه مهمات او وسلې هم امنیتي مؤظفینو ترلاسه کړي دي.
بلخوا تېره ورځ ناوخته د نرخ ولسوالۍ په بادام کلي کې د یوه هوایي برید په ترڅ کې دوه ماین خښوونکي وژل شوي او یو بل تن ټپي شوی دی،همدا راز د دغه ولسوالۍ د دادل قریې په اعتبار خیلو سیمه کې په یوه مسجد کې د وسله والو طالبانو له لورې د ځآی پرځای شوي ماین د چاودنې له امله د حزب اسلامي د قوماندان ښامار ماما حاجي نبي وژل شوی دی.
محمد ظاهر چې د یادې ولسوالۍ د چغره د کلي اصلي اوسیدونکی وو او د وسله والو طالبانو سیمه ییز قوماندان وو،هم د نامعلومو کسانو له لورې وژل شوی دی .
د یو بل خبر له مخې د مرکز میدان ښار په ده افغانانو سیمه کې د وسله والو طالبانو یو قوماندان اسلام الدین چې مشهور په شورشي وو،د عملیاتو په ترڅ کې پخپل کور کې له یوه اندازه مهماتو سره یوځای ونیول شو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb8fbz.rhbfgp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته