دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۰۰
د مطلب کود : 73342
نړیوال بانک د افغانستان له کرنې وزارت سره ۷۵ میلیونه ډالره مرسته کوي
نړیوال بانک د افغانستان د کرنې د تقویې لپاره نږدې پینځه اویا میلیونه ډالره د کرنې وزارت ته ورکوي.
د دې وړیا مرستو تړون نن د افغانستان د کرنې د وزیر او په کابل کې د نړیوال بانک د مسولینو تر منځ لاسلیک شو.
د کرنې وزارت ویاند مجید قرار نن آزادي راډيو ته وویل، چې دا پیسې به په دریو برخو کې و لګول شي.
د ښاغلي قرار په خبره، دا پروژه په راتلونکو دریو کلونو کې په ټول افغانستان کې عملي کیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgxw9u.ak9wt4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته