دخپریدو نیټه :جمعه ۸ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۴۷
د مطلب کود : 73414
د کورنیو چارو وزارت: د کابل-هرات د لویې لارې امنیت لپاره نوي تدابیر نیول شوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي؛ د کابل - هرات د لویې لارې د امنیت د ټنګښت، د سپرلیو او موټرو د سلامتیا لپاره نوي تدابیر نیسي.
د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال ازادۍ راډویو ته وویل؛ د کابل هرات پر لویه لاره به د پولیسو دایمي پوستي جوړې شي او د غلو او وسله والو د مخنیوي په هدف به ټول لازم ګامونه واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل هرات پر لویه لاره د نا امنۍ او په خاصه توګه د وسله والو غلو د فعالیت د زیاتوالي له امله د دې لارې موټر چلونکو اعتصاب کړی دی.
د ټرانسپورتي شرکتونو خاوندانو او شخصي موټر چلونکو له دې وړاندې هم د کابل هرات پر لویه لاره د وسله والو غلو او په رڼا ورځ د شوکو د زیاتوالي یادونه کړې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgtt9u.ak9wq4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته