دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۶:۳۷
د مطلب کود : 73617
۱۶۸ افغان محصلین قزاقستان ته استول کېږي
نن افغان محصلینو ته د۱۰۰۰ بورسونو د ورکولو د همکاریو لپاره د قزاقستان جمهوري دولت څخه د قدردانۍ او افغان محصلینو ته د تحصیلي بورسونو د اهمیت په اړه د لازمو اطلاع ورکولو په موخه د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې یو محفل جوړ شو.
تر اوسه پورې ۶۵۰ افغان محصلین قزاقستان هېواد ته استول شوي دي، چې هلته د طب، حقوق، اقتصاد، د ښوونکو روزنې او نظامي روزنې په شمول په بېلابېلو تحصیلي څانګو کې په لوړو زده کړو بوخت دي. د ۱۶۸ کسیز محصلینو ډلې په استولو سره قزاقستان ته د افغان محصلینو د لیږد څلورم پړاو بشپړ کېږي.
دغه پروګرام د هغه موافقتنامې پر بنسټ چې د دواړو هېوادونو جمهورو رئیسانو له خوا د ۱۳۸۸ کال د لیندۍ میاشتې په لومړۍ نېټه لاسلیک شوی وو، رامنځته شوې ده. د قزاقستان جمهوري دولت د پنځو کلونو لپاره تر ۲۰۱۵ کاله پورې افغان محصلینوته د ۱۰۰۰ بورسونو ورکولو ته ژمن دی
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbz0bz.rhbf8p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته