دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۲۶
د مطلب کود : 73741
د لسو ګوندونو او مشهورو بیروکراتانو په ګډون بل انتخاباتي اتحاد جوړېږي

تاند- د پیرسید احمد ګیلاني، ډاکتراشرف غني احمدزي، د زلمی خلیلزاد، علي احمد جلالي، انوارالحق احدي، محمد حنیف اتمر او قیوم کرزي او یو شمېر نورو سیاسي څېرو په ګډون به نن د یو بل انتخاباتي اتحاد د جوړېدو لپاره غونډې پیل شي.
دا اتحاد وروسته له دې اعلانېږي چې تېره اوونۍ د شمال په پخوانۍ ټلوالې کې شاملو ډلو انتخاباتي اتحاد جوړ او اعلان یې وکړ چې په لنډو ورځو کې به واحد کاندید معرفي کړي.
په پام کې ده چې نن په کابل کې د ملي اسلامي محاذ د مشر پیرسید احمد ګیلاني په کور کې په غونډه کې د یوه موازي اتحاد د جوړېدو او د ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د ګډ کاندید په اړه خبرې وشي.
دغه اتحاد، چې ملي محاذ، افغان ملت، د نجات ملي جبهې، ملي وحدت، حق او عدالت په شان د لسو ګوندونو او یو شمېر پېژندل شویو سیاسي شخصیتونو په ګډون جوړېږي، غواړي د جمهوری ریاست د انتخاباتو لپاره ګډ کاندید ولري.
دوی هڅه کوي چې د زلمي خلیلزاد، علي احمد جلالي، اشرف غني احمدزي سره، چې له کوم ګوند سره تړاو نه لري، انتخاباتي احاد رامنځته کړي.
تېره اوونۍ عبدالله عبدالله، عبدالرشید دوستم، احمدضیا مسعود، محمد محقق، عطامحمد نور، یونس قانونی، صلاح الدین رباني او امرالله صالح د ۱۳۹۳ لمریز کال د انتخاباتو لپاره په خپل منځ کې اتحاد اعلان کړ او ژمنه یې وکړه چې ګډ کاندید به معرفي کړي خو دا اتحاد تراوسه پوري نه دی توانېدلی چې په یوه کاندید جوړ راشي خو راپورونه وايي چې د دوی ترمنځ خبرې روانې دي.
زلمی خلیلزاد، علي احمد جلالی، قیوم کرزي او د حق او عدالت د ګوند د مشرتابه د شورا مشرحنیف اتمرهم د دغه اتحاد د د رامنځ ته کیدو په غونډوکې ګډون کړی و خو د دغه اتحاد د اعلانیدو په مهال دغو شخصیتونو حضورنه درلود.
علي احمد جلالي وروسته په یوې خبري غونډه کې وویل چې دا اتحاد د دوی په غیاب کې جوړ شوی او د ده په باور باید ایتلافونه قومي او سمتي نشي.
په همدې حال کې پرون د مختلفو ولایتونو زرګونو خلکو او قومي مشرانو د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د ځنډیدو غوښتنه وکړه.
دوی په کابل کې په یوې غونډه کې ټینګار وکړ چې دا انتخابات دې په ۲۰۱۸ کال کې وشي.
دوی ویل، په هېواد کې جنګ او نا امنی له یوې ورځې بلې ته زیاتیږي او خلک نه شي کولای چې برخه په کې واخلي.
دوی له افغان حکومت او نړېوالې ټولنې وغوښتل چې د هېواد د روان امنیتي وضعیت دې په پام کې ونیسي او دا انتخابات دې دوه زر او اتلسم کال ته و ځنډول شي.
په همدې منځ کې د ملي ایتلاف مشر ډاکټرعبدالله عبدالله، چې هیله لري د لومړي انتخاباتي اتحاد له لوري به د ولسمشرۍ لپاره کاندید شي، پرون په کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې حکومت باید د شفافو او عادلانه انتخاباتو لپاره زمینه مساعده کړي.
د ملي ایتلاف مشر وویل چې په افغانستان کې ځیني کړۍ هڅې کوي چې انتخابات ترسره نشي او ولسمشر کرزی خپل کار ته دوام ورکړي.

https://avapress.com/vdcjvaea.uqetxz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته