دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۲۸
د مطلب کود : 73742
پیترکاستنر په افغانستان کې د شفافو او عادلانه انتخاباتو په ترسره کېدو ټینګار وکړ
د افغانستان د شمال لپاره د امریکا لوړ پوړي ملکي استازي په افغانستان کې د شفافو او عادلانه انتخاباتو په ترسره کېدو ټینګار وکړ.
پیترکاستنر پرون په بلخ کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې؛ امریکا غواړي چې دغه انتخابات په شفاف او عادلانه ډول ترسره شي.
په شمال کې د امریکا لوړ پوړي ملکي استازي ډاډ څرګند کړ چې؛ متحده ایالات به په دغو انتخاباتو کې د یوه مشخص کاندید ملاتړ ونکړي خو زیاته یې کړه چې هېواد به یې د شفافو او عادلانه انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره هڅو ته دوام ورکړي.
ټاکل شوې ده چې؛ د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانوانتخابات د ۱۳۹۳ کال د حمل په ۱۶ نیټه ترسره شي.
https://avapress.com/vdcau0n0.49ney1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته