دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۴:۰۵
د مطلب کود : 73772
جهادي قومندان او قومي مشر ووژل شو

د پکتيا امنيتي چارواکي دغه پېښه تاييدوي وايي چې نن د ورځې لس بجې د پکتيا ولايت په احمدابا ولسوالۍ کې د يو کمين په ترڅ کې د احمدابا ولسوالۍ قومي مشر او جهادي قومندان په نښه او وژل شوی.
دغه قومي مشر او جهادي قومندان حاجي مقبل فضلي چې د سرحدونو او قابيلو د اوسني سرپرست وزير ډاکټر محمداکرم خپلواک د تره زوی دی، له دولتي ولايتي ادارې او سولې شورا ولايتي کميټې سره ډېرې ښې اړيکې لرلې.
نوموړی د احمدابا ولسوالۍ تر ټولو مخور قومي مشر يادېده چې د سولې په پروسه کې يې برخه لرله، د ده جسد نن غرمه د پکتيا مرکز ګردېز ملکي روغتون ته راوړل شوی وو، د ډاکټرانو په خبره چې دی په ډزو لګېدلی دی.
د ګردېز ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر حياګل پکتين وايي دغه وژل شوی قومي مشر له ډېر نږدې نه په ډزو وژل شوی دی.
د مقبل فضلي د وژل کېدو په اړه د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال زلمی اورياخېل وايي دی په سيمه کې قومي مخور او جهادي قومندان وو چې د خپلې سيمې احمدابا سلام خېلو ښوونځي ته تللی وو او له هغه ځای څخه په راوتو په نښه شوی او وژل شوی دی.
اورياخېل د دې وژنې مسوليت پر وسلوالو طالبانو ور اړوي وايي چې نوموړی وسلوالو طالبانو په نښه کړی او وژل دی،خو د ده په خبره وروستي جزيات به د دوی د برسي د ټيم د مالوماتو څخه وروسته خپاره کړي.
خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په دغه پېښه کې د خپلې ډلې لاس لرل رد کړل وايي چې دوی په سيمه کې نه غواړي هېڅ ډول قومي مشران په نښه کړي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځ ته کيږي چې په دې وروستيو کې د احمدابا ولسوالۍ امنيتي وضعيت ورځ تر بلې خرابېدونکی دی او د دې ولسوالۍ اوسېدونکو په پرلپسې ډول شکايتونه کړي دي چې په ياده ولسوالۍ کې دې امنيتي ځواکونه خپل حضور زيات کړي.

https://avapress.com/vdcdx505.yt0s56bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته