کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مارک میلي: د افغانستان په جګړه کې بریالیتوب ممکن دی

د صدای افغان خبری اژانس(اوا) , 14 سنبله 1392 ساعت 11:17


په افغانستان کې یو امریکايي جنرال ویلي باور لري چې؛ د افغانستان په جګړه کې بریالیتوب ممکن دی خو سختې جګړې لا په مخ کې دي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د عمومي قومندان مرستیال مارک میلي له کابل څخه د ویډیو کانفرانس له لارې په واشنګټن کې خبریالانو ته د افغانستان په روانو حالاتو څرګندونې کړي دي.
نوموړې ویلي چې؛ د افغان امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله ډيره شوې ده او هره اونۍ له پنځوسو څخه تر سلو پورې افغان سرتیري وژل کېږي.
ډګر جنرال مارک میلي ویلي، په افغانستان کې د جګړې لوری د دې هېواد د حکومت په ګټه بدل شوی دی، خو طالبان لا هم مقاومت کوي او ښايي دا جګړې تر یوې مودې پورې دوام وکړي.
د امریکا متحده ایالات او د ناټو متحدین یې غواړي چې؛ په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت د ۲۰۱۴ م کال په ډیسمبر کې پای ته ورسوي.
جنرال میلي د ویډیویي کانفرانس له لارې له کابله په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، اوس غواړي ووايي چې؛ د افغانستان په جګړه کې د بریالیتوب لپاره شرایط برابر دي، خو دا بریالیتوب تر اوسه نه دی تر لاسه شوی او نه شي کولی ووايي جګړه پای ته رسیدلې ده.
د جنرال میلي په وینا په ۲۰۱۳ م کال کې طالبان نه دي توانیدلې چې؛ خپلو ستراتیژیکو اهدافو ته ورسیږي، ځکه هغوي غوښتل په دې کال کې له لاسه وتلې سیمې بیرته ونیسي، خو بریالي نه شول.
د جنرال مارک میلي په وینا په افغانستان کې دښمنان ډیر مقاومت کوي او ځانونه له شرایطو سره برابروي. نوموړې زیاته کړه، د یوې شیبې لپاره هم داسې فکر نه کوي چې طالبان به په یو یا دوه کلونو کې له منځه ولاړ شي.
نوموړی ټینګار وکړ چې؛ که هرڅومره په دې جګړه کې د افغان ملي اردو او ملي پولیسو مرګ ژوبله زیاته ده او په اونۍ کې یې له پنځوسو تر سلو پورې سرتیري مري، خو بیا هم دا جګړه د افغان حکومت په ګټه بدله شوې ده.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې دومره درنو تلفاتو سره سره به افغان امنیتي ځواکونه وکولای شي واک وساتي ؟ جنرال میلي وویل، تر اوسه له وخت څخه مخکې ده چې په دې اړه څه وویل شي. خو نوموړي وړاندوینه وکړه چې دا مرګ ژوبله به د افغانانو هوډ او تعهد کمزوری نه کړي.
دې امریکايي جنرال وویل، دا کسان یعنې د افغان ملي اردو او ملي پولیسو سرتیري په بشپړه توګه دې ته ژمن دي چې د خپل هیواد لپاره وجنګیږي او دا کار په ډیر ښه ډول ترسره کوي.
نوموړي وویل، افغان ځواکونه ثابت قدمه دي او په دې پوهیږي چې په جګړه کې د ناکامۍ په صورت کې به اړ وي چې د طالبانو تر واک لاندې ژوند وکړي.
د افغانستان دري نیم سوه زره کسیز امنیتي ځواک چې ددې هیواد په ګڼو سیمو کې یې له بهرینو ځواکونو د امنیتي چارو مسولیت پر غاړه اخیستې د مخالفو وسلوالو پر ضد د جګړې لومړۍ کرښه کې دي او تر ډیره د هغوی د بریدونو هدف ګرځي.
دا مهال په افغانستان کې تقریبا اوه پنځوس زره امریکايي سرتیري دیره دي. خو د ۲۰۱۴ م کال تر پای پورې دوی له افغانستان څخه وځي او یوازې محدود شمیر به یې په دې هیواد کې پاتې وي چې هغوی به هم په جګړه کې برخه نه لري بلکې د روزنې او ملاتړ ماموریت به لري.


د مطلب کود: 73835

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/73835/مارک-میلي-د-افغانستان-په-جګړه-کې-بریالیتوب-ممکن-دی

آوا
  https://www.avapress.com