دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۱۸
د مطلب کود : 73878
په غزني، لوګر او میدان وردکو کې ۴۸ وسلوال وژل شوي

د تندر قول اردو چارواکي وايي، چې د غزني په ګیلان، د لوګر په برکي برک او د میدان وردکو ولایت د جلریز ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۴۸ وسلوال وژل شوي دي.
نوموړي چارواکي وايي، چې د ملي اردو ځانګړو قوتونو د نړیوالو ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې ۲۹ وسلوال د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ په جهانګیر کلي کې وژلي، همدارنګه ۱۲ وسلوال د نړیوالو ځواکونو په هوايي برید کې د لوګر د برکي برک ولسوالۍ د ملاحضرت په کلي کې کې وژل شوي او ۷ نور وسلوال د میدان وردکو ولایت د جلریز ولسوالۍ په اړوندو کلیو کې د افغان ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر څخه ازادۍ راډیو ته په هغه خبرپاڼه کې، چې نن ورځ رسیدلې زیاته شوې، چې نوموړي عملیات په تېره یوه شپه ورځ کې ترسره شوي او افغان ځواکونو ته د مخالف لوري څخه یو شمېر د وسلو مهمات او څلور عرادې موټر سایکلونه چې وسلوالو ورڅخه په بریدونو کې ګټه پورته کوله لاسته ورغلي دي.
په خبرپاڼه کې په یادو عملیاتو کې افغان او نړیوالو ځواکونو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
که څه هم طالب وسلوالو او نورو مخالفو ډلو د یادو عملیاتو او دوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو په نوموړو ولایتونو کې يې د ګڼو بریدونو ادعا کړې او ویلي يې دي، چې افغان ځواکونو ته يې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تندر قول اردو منسوبینو درې ورځې وړاندې هم په غزني او میدان وردکو ولایتونو کې د اتو تنو وسلوالو د وژلو ادعا کړې وه.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaaan0.49ne01xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته