کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سیګار: د افغانستان د عامې روغتيا وزارت کې فساد موجود دی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 سنبله 1392 ساعت 18:22


د امريکا د سرمفتش دفتر په يوه راپور کې په دې اندېښنه ښکاره کړې چې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت ته يو ايس ايډ په سلګونو مليون ډالره په داسې حال کې ورکړي چې په دغه وزارت کې فساد موجود دی او د مرستو د لګولو حساب يې هم ورڅخه نه دی اخيستی.
د افغانستان د بيارغونې د څارنې لپاره د امريکا د سرمفتش په راپور کې ويل شوي چې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت ته له دې سره سره چې اداري نيمګړتياوې لري د امريکا د ماليه ورکوونکو مليونونه ډالر د مشارکت د قرادادونو پر اساس په داسي حال کې ورکړاي شوي چې د دغو پيسو د مصرفېدو په اړه ډېر لږ اطمينان موجود و.
د امريکا د نړيوالې پراختيا ادارې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت پروژو ته د اټکل له مخې ۲۳۶ مليون ډالر ورکړي خو بيا يې مصرف نه دي محاسبه کړي.


د مطلب کود: 73913

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/73913/سیګار-د-افغانستان-عامې-روغتيا-وزارت-کې-فساد-موجود-دی

آوا
  https://www.avapress.com