دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۴۷
د مطلب کود : 74021
طالبان وايي، فریبا احمدي یې په یوه تبادله کې خوشي کړه
تاند- طالبان وايي چې د ولسي جرګې غړې فریبا احمدي یې د افغانستان په محبسونو کې د څلورو بندي ښځو د خلاصون په بدل کې خوشې کړې ده.
وسله والو طالبانو څه باندې دوې اوونۍ دمخه د کابل- کندهار په لویه لار کې د ولسي جرګې غړې فریبا احمدي له خپل موټره کښته او نامالوم ځای ته وتښتوله.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې، چې رسنیو ته یې لېږلې، ویلي چې فریبا احمدي، چې طالبانو د غزني په مربوطاتو کې نیولې وه، نن وروسته له دې خوشي کړه چې د افغانستان حکومت څلور ښځینه بندیانې او ورسره ماشومان خوشي کړل.
طالب ویاند دا هم ویلي چې فریبا احمدي یې«په خورا عزت» خپلو خپلوانو ته په غزني وږلایت کې سپارلې ده.
ذبیح الله مجاهد د بندي ښځو په اړه، چې له فریبا احمدي سره تبادله شوې ویلي:« ددي ښځو په جمله کې په ځینو باندي دکابل اداري دقاضیانو له لوري تر شلو کالو پوري دقید فیصله شوي وه »
https://avapress.com/vdcb8gbz.rhba5p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته