دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 74029
عامې روغتيا وزارت د فساد شتون په قاطعانه ډول رده وي

پدې وروستيو کې د افغانستان د بيا رغاونې لپاره د امريکا دولت د ځانګړې پلټنې دفتر (سيګار) يو رپورټ خپور کړی او په هغې د افغانستان د روغتيا په سکتور کې دياد هيواد د مادي مرستو له ضايع کيدو کواښ شوی چې دغه موضوع په ناسمه توګه تعبير شوې او د ګرانو هيوادوالو او د روغتيايي کارکوونکو ترمنځ د انديښنې وړ ګرځيدلی دی.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د هرډول فساد له شتون او د تمويلوونکو له مالی منابعو څخه د ناوړه ګټه اخستنه په کلکه او قاطعيت سره رده وي او د حساب ورکونې لپاره خپل ځان حکومت، هيوادوالو او تمويلوونکو ته تيار بولي.
عامې روغتيا وزارت خپلو ګرانو هيوادوالو او د امريکا خلکو ته ډاډ ورکوي چې د امريکا د ماليه ورکوونکو پيسې او د مرسته شوي منابع يې د افغانستان د خلکو د روغتيا د تامين لپاره په بشپړه امانت داری لګولي دي او هغو خلکو ته چې غواړي له دې رپورټ څخه د وسيلي په توګه استفاده وکړي، پډاګه کوي چې د دغو مرستو په پايله کې په شمول د پنځه ولايتي روغتونونو، څلورسوه او پنځوس لوی او کوچنی روغتيايي مرکزونه، د هيواد په ديارلس ولاياتو کې، د اساسي روغتيايي او روغتونونو خدمتونه دامهال وړاندې کوي او ددغو مرستو د بندولو په صورت کې به ميليونونه هيوادوال د رنځوريدو او مړينه سره به مخ شي.
عامې روغتيا وزارت هيله لري چې " د فساد خطر شتون" د يوې کلمې د ناسم تعبير، د دوو ملتونو د اغيزمنې ګډې مرستې چې پايله يې د افغانستان د ميندو او ماشومانو د مړينې په کمښت کې په وضاحت سره ليدل کيږي، تر پوښتنې لاندې را نولي. د امريکا د پلټنې د ځانګړې ادارې په رپورټ کې، د عامې روغتيا په وزارت کې د تفتيش، د تدارکاتي او د مالي په برخو کې د داخلي کنټرول د نه شتون او د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې د مسئولينو لخوا د بودجې ناسم تخمين، څرګند شوی چې د رښتنې لګښت سره لږ توپير لري.
عامې روغتيا وزارت، مرسته کوونکو سره د کوربه هيواد د تړون په رڼا کې، د بهرني قرار دادونو مديريت يا ( جی سي ام يو) ترنامه لاندې يو اداري واحد يې ددې وزارت په چوکاټ کې جوړ کړی او دغه اداري واحد د ( پي سی اچ ) پروژې په شمول کوم چې د افغانستان د بيا رغاونې لپار د امريکا د پلټنې ځانګړې اداره په اړه يې انديښنه لري، د پراختيايي پروژو د تدارکاتي او مالي مديريت په بشپړه روڼتيا سره پرمخ بيايي.
غواړو څرګنده يې کړو چې دعامې روغتيا وزارت پروګرامونه، د جمهوري رياست د تفتيش او کنټرول ادارې لخوا هرکال په منظمه توګه تفتيښ او کنټروليږي. په وروستيو کلونو کې کوم راپورونه چې مو لرل، هيڅ ډول ناوړه استفاده او له قانون څخه سرغړونه، د چارو ادارې په تفتيش او کاري راپورونو کې ندي ليدل شوي او له بلې خوا، دغه منابع چې د نړيوالو موسسو له لورې تمويليږې، هغوی په منظمه توګه د تفتيش او کنټرولوونکو ادارو په واسطه د خپل د قناعت او مطالعې په خاطر بلټنې ترسره کوي. د بيلګې په توګه، “ ايرنست او ينگ" دهغو کمپنيو له جملې څخه دي چې د افغانستان د روغتيا سکتور لپاره د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې د بودجې تمويل او لګښت، تر تفتيش لاندې نيسي.
عامې روغتيا وزارت هيڅ ډول فزيکي پيسې په اختيار کې نلري چې هغه مصرف کړي. کوم توپير چې په لګښت کې ښودل شوی دی، هغه توپير په ارقامو کې دی. عامې روغتيا وزارت د لګښت له نظر، د پيسو غوښتنه کوي او دغه د پيسو غوښتنې او بودجوي تخصيصونه د لګښت له نظره، عامې روغتيا وزارت ته ورکول کيږي. دغه وزارت هيڅ ډول فزيکي مرسته شوې پيسې په اختيار کې نلري او په تيرو کلونو کې هم په اختيار کې نه درلود.
مونږ د ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۴ کلونو لپاره د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې ته د يوه پراختيايي پروګرام سپارښتنه وکړه. ددې پروګرام ځينې برخې د تعديل او نه ترسره کيدو له امله، ندې پلې شوي چې د هغوی پيسې بيرته ګرځول شوي دي. دبيلګې په توګه د هغې موسسې کړنې چې کوم قرار داد يې د وزير محمد اکبر خان په روغتون کې ترسره کاوه، دعامې روغتيا وزارت د د قناعت وړ ونه ګرځيده او دغه قرار داد تمديد شو، نو له همدې امله يوه اندازه پيسې چې ددې پروژې لپاره تخمين شوې وې هغه د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې سره پاتې شوې. همدا راز د فراه ولايتې روغتون پراختيايي پروګرام د اصلاحاتو او ريفورم د پلې کوولو له امله چې د نړيوال بانګ لخوا تمويليږي، په ياد روغتون کې تطبيق نشو. له دې وجې يو اندازه پيسې په مصرف ونه رسيدې او بيرته وګرځول شوې. نوځکه د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې او د افغانستان د بيارغاونې لپاره د امريکا د پلټنې د ځانګړې ادارې د بودجوي محاسباتو ترمنځ يو اندازه توپير، رامنځته شو.
له دې چې د احتمالي بودجې او د لګښت په ارقامو کې توپير رامنځته شوی او د رسنيزو شورماشور لامل ګرځيدلی دی، په صراحت سره پډاګه کيږي چې د امريکا د پلټنې ځانګړې ادارې رپورټ د ناکافی اطلاعاتو او معلوماتي خلاوو پر بنياد ولاړ دی او سيميزې رسنۍ دغه رپورټ په سمه توګه ندی تحليل کړي له هغې څخه يې د عامې روغتيا وزارت په وړاندې د اتهام وسيلې په توګه استفاده کړې ده.
عامې روغتيا وزارت د افغانستان د بيا رغاونې لپاره د امريکا د پلټنې ځانګړې ادارې ته بلنه ورکوي چې د يوې مخامخ لپاره د شواهدو او اسنادو سره د يوه هر اړخيزه او کاري بحث وکړي، ترڅو مطرح شوي مسايل د ابهام څخه ووځي.

سرچينه : دصدای افغان خبر اژانس (اوا)
https://avapress.com/vdcjhyea.uqex8z,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته