دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۰۳
د مطلب کود : 74168
.توکیو د ۲۰۲۰ اولمپیک کوربه شو

د جاپان پلازمېنه توکیو د خپلو سیالو ښارونو، استانبول او مادريد مقابل کې، چې د ۲۰۲۰ کال اولمپیک او پارالمپیک سیالیو د کوربه توب لپاره یې وړاندیزونه کړي و، بریالی شو.
د اولمپیک نړیوالې کمېټې د غړو له لوري له سري یا پټې رایې کارونې وروسته دغه پرېکړه ارجنټاین کې اعلان شوه. 
توکیو د دغو سیالیو د کوربه توب لپاره له ۶۰ رایو سره بریالی وبلل شو.
استانبول ته ۳۶ رایې ورکړلې شوې او مادريد د رایې اچوونې په لومړي پړاو کې له منځه ووت.
د جاپان لومړي وزیر شینزو ابې د اولمپیک نړیوالې کمېټې غړو ته وویل، چې د فوکوشیما اټومي بټۍ ستونزې به په توکیو اولمپیک لوبو هېڅ اغېز و نه کړي، چې ۱۹۶۴ کال کې یې هم د دې لوبو کوربه توب کړی.
د بي بي سي یو خبریال وايي، توکیو په وروستۍ ورځ ځانګړې ارایه درلوده، خو دې ته د یوه وړاندیز په سترګه هم وکتل شول.
توکیو ښاریانو د دغه خبر په اورېدو خوښي وښوده.
که څه هم د جاپان فوکوشیما اتومي بټیو په اړه، چې په ۲۰۱۱ کې یې خطر ډېر و، ډېرې پوښتنې شته، خو د اولمپیک نړیواې کمېټې له ټول ټال ۹۷ ډېری غړو یې د استانبول یا کوم بل ښار پر ځای توکیو ښه کوربه وباله.
دغې کمېټې تېره ورځ (شنبه) د ارجنټاین پلازمېنه کې خپله ۱۲۵ غونډه پیل کړه

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdjf05.yt0o96bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته