کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان ټول ګوندیز کنفرانس د افغانستان ثبات د پاکستان لپاره خورا مهم بولي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 19 سنبله 1392 ساعت 11:25


تاند- د پاکستان د ټول ګوندیز کنفرانس د پرېکړه لیک په مسوده کې، چې باور کېږي هوبهو به تصویب شي، د افغانستان په اړه ویل شوي چې د دغه هیواد ثبات او پرمختګ د دوی (د کنفرانس د برخوالو) لپاره ډېر مهم دی.
په پرېکړه لیک کې ویل شوي:«زموږ پوخ باور دی چې سوله ییز او ثبات لرونکی افغانستان د پاکستان د ثبات او پرمختک لپاره خورا اهمیت لري. موږ له مرکزي حکومته غواړو چې د افغانستان له حکومت او ملت سره د پر له پسې او منظمو تماسونو په وسیله په افغانستان کې د امن لپاره هرراز هڅې وکړي.»
په پاکستان کې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره دا کنفرانس وروسته له دې جوړېږي چې د افغانستان ولسمشر پاکستان ته سفر وکړ او دواړو خواوو په سیمه کې د سولې او له ناراضو طالبانو سره د خبرو په اړه پر یو لړ مسایلو خبرې وکړې.
د ولسمشر کرزي له سفره وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د ملا منصور دادالله په شمول یې اووه طالب بندیان د دې لپاره خوشي کړي چې د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وشي.
پرون پاکستاني رسنیو اعلان وکړ چې پاکستان د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره ملا عبدالغني برادر ترکیې یا سعودي عربستان ته سپاري.
ګومان کېږي پاکستان غواړي چې په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال تر انتخاباتو او له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو مخکې د پخلاینې بهیر چټک شي.
پاکستان تر دې پخوا هم په ځلونو په افغانستان کې د سولې له بهیر سره د مرستې ژمنې کړي خو عملاً یې اقدام نه دی کړی. راتلونکې څو میاشتې به وښيي چې پاکستان تر څه حده له زړه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي.


د مطلب کود: 74206

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/74206/د-پاکستان-ټول-ګوندیز-کنفرانس-افغانستان-ثبات-لپاره-خورا-مهم-بولي

آوا
  https://www.avapress.com