کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دامریکا کانګرس دسوریې په هکله د رایو اچول وځنډول .

د صدای افغان خبری اژانس (اوا) , 20 سنبله 1392 ساعت 10:07


دامریکا ولسمشر باراک اوباما له ولسي جرګې وغوښتل دسوریې پرضد دحملې په هکله راې اچول وځنډوي .
دامریکا ولسمشر باراک اوباما له ولسي جرګې کانګرس څخه و غوښتل چې په سوریې کښې دامریکا د پوځي اقدام په هکله د رایو اچول وځنډوي او ویې ویل دروسیې دهغه پلان ته چې دسوریې کیمیاوي وسلې ترنړیوال کنټرول لاندې و رشي یو چانس ورکړل شي .
دامریکا ولسمشر باراک اوباما وویل مادکانګرس له مشرانو غوښتي چې په سورې دحملې داجازې لپاره د رایو اچول وځنډوي او زیاته یې کړ ه چې دامریکا خارجه وزیر جان کیری به سبا د روسیې له خارجه وزیر سرګي لاوروف سره په جینیوا کښې کتنه وکړي .
سیاسي کارپیژاند مارک میسن په سوریې دنه حملې لپاره د امریکا په صداقت کښې په شک څرګندولو سره دجنګ پیلول دامریکا په کورنیو مشکلاتو دسرپوښ دکیښودلو لپاره یوه وسیله وبلله .
دامریکا دغه شناند پریس ټي وي ته وویل دامریکا دجاسوسۍ د رسواۍ ،داساسي قانون د خلاف ورزۍ، په ټوله دنیا کښې د جاسوسۍ دپروګرامونو لپاره ددوه پنځوس میلیاډه ډالرو لګول او دمینځني ختیځ تیلو ته دتمې له کبله مشکلات اجازه نه ورکوي چې امریکا په اسانۍ سره په سیمه کښې دجنګ له پیلولو لاس واخلي .
د امریکا دغه شناند وویل له دې سره سره چې امریکا او اسرایلو ډیرې اټومي او کیمیاوي وسلې او مرکزونه لري او دسوریې دکیمیاوي وسلو موضوع تعقیبوي په خپلو مشکلاتو د سرپوښ دکیښودلو لپاره ده .


د مطلب کود: 74287

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/74287/دامریکا-کانګرس-دسوریې-په-هکله-د-رایو-اچول-وځنډول

آوا
  https://www.avapress.com